افغانستان: نژدې یو میلیون کسان چرس څکوي

Image caption افغان دولت وایي، په هېواد کې نا امني د چرسو د کښت کنټرولول سخت کړي

افغانستان کې یو شمېر خلکو ته د چرسو څکول د سګرېټو په شان عادي شوي. له ځوانانو نیولې تر ښځو او ماشومانو پورې ګڼ کسان په دغه نشه روږدي دي. چرس تر ډېره د خوښویو په یو شمېر محفلونو او شخصي بنډارونو کې څکول کېږي.

دا چې په افغانستان کې دولت او نړیواله ټولنه تر کومې کچې د چرسو کښت او کارونې ته پام کوي ؟ په اړه یې شازیه حیا له کابله خپل رپوټ کې لیکي، چې افغانستان کې درې اعشاریه څلور سلنه وګړي په چرسو روږدي دي.

خو دغه روږدي کسان یوازې نارینه نه دي په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسیو او همغږیو مرستیال هارون رشید شیرزاد د روږدیو کسانو په ډله کې د ښځو او ماشومانو د شمېره په اړه بي بي سي ته وویل، چې د ۲۰۱۵ کال د سروې له مخې تر اوسه پورې د افغانستان نهه لکه او لس زرو نه تر یو اعشاریه یو میلیون وګړي په چرسو روږدي دي.

دغو کسانو کې د ښځو شمېر نژدې یو لکو او لس زرو نه (۱۱۰،۰۰۰) تر یو لکو څلوېښت زرو(۱۴۰،۰۰۰) پورې رسېږي، چې درې لکو او شل زرو پورې ماشومان هم پکې شامل دي.

د چرسو څکول د ځینو کسانو تر منځ یو دود ګرځېدلی. د جنګلک درې سوه بستریز روغتون ته لاړم، چې د چرسو په نشو روږدي کسان ووینم او دا معلومه کړم، چې ایا په چرسو روږدي کسان روغتون ته راځي؟

په دې اړه چې ایا پر چرسو روږدي کسان د خپلې درملنې هڅه کوي او که نه د جنګلک روغتون مشر ډاکټر احمد ظاهر سلطاني را ته ویل:

'چرس د ټولو لوړو نشو دروازه ده ، که څه هم روغتون ته تر ډېره هغه کسان راځي چې په پوډرو هېروینو او نورو نشه یي توکو اخته وي.'

د جنګلک په ۳۰۰ بستریز روغتون کې پر چرسو روږدو ناروغانو بنډار سره مخ شوم چې د ټلویزیون په پردو یې د سندرو ننداره کوله.

Image caption د ۲۰۱۵ کال د سروې له مخې تر اوسه پورې د افغانستان نهه لکه او لس زرو نه تر یو اعشاریه یو میلیون وګړي په چرسو روږدي دي

د دغو روږدو کسانو په ډله کې محمد اجمل د کوټې یوه ګوټ کې له ټولو ګوښی پټه خوله ناست و. ده له چرسو پیل او بیا یې پوډرو ته مخه کړې وه او د خپل ژوند د هغو اتو کالو کېسه را ته وکړه چې په نشو یې تېر کړي وو.

اجمل وویل، چې په ژوند کې د ورپېښو ستونزو له لاسه یې چرسو ته مخه کړې. وايي بیا ورباندې د قتل تور ولګېد او زنداني شو، ده وویل، چې څلور کاله بې ګناه په زندان کې و او هلته د زندانیانو لخوا په پوډرو هم روږدی شو.

د اجمل څنګ ته یو بل روږدی ناروغ چې عبیدالله نومیده د چرسو د پلور خبره وکړه، چې وايي په کابل کې يې چرس د پتاسو په شان په ډیره اسانه توګه لاسته راوړل.

خو پوښتنه دا ده، چې ولې په افغانستان کې چرسو ته لیوالتیا زیاته شوې؟

ښاغلي شیرزاد وایي:

''په هېواد کې نا امني، د مخدره توکو شتون، د نشه یي توکو په اسانه لاسته راوړنه، بې روزګاري د دې لامل ګرځیدلې، چې چرسو ته لیوالتیا زیاته شي.''

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په قانون کې چرس د نشه يي او ناقانونه توکو په ډله کې دي، خو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس بیا وایي:

''په ټولنه کې د چرسو د کښت او ډېرې کاروونې لامل دا دی، چې دولت قاچاق وړونکو ته کمه جزا ټاکلې.''

افغان دولت وایي، په هېواد کې نا امني د چرسو د کښت کنټرولول سخت کړي او بزګر هم د اقتصادي ګټې لپاره د چرسو کښت ته مخه کوي.