د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په 'بې ساري' ډول ټېټ شوی

د انځور حقوق AFP

د کابل په بازارونو کې د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو بیه په بې ساري ډول لوېدلې ده.

د (اګست ۱۷مه) د کابل په بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۶۴ افغانۍ پلورل کېده. په داسې حال کې چې دغه بیه شاوخوا دوه میاشتې وړاندې تر ۶۰ افغانیو ټیټه وه.

په کابل کې د اسعارو د بدلونو مارکیټ (شهزاده سرای) مسؤولین وايي، سیاسي ستونزې د افغانیو بیې د ټیټېدو لامل شوي دي.

د افغانستان بانک چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

که څه هم د کابل د پیسو د راکړې ورکړې شهزاده مارکیټ کې (اګست ۱۷) یو ډالر په ۶۳،۸۰ او ۶۳،۹۰ افغانیو پلورل کېده خو د ښار په نورو برخو کې دا بیه تر ۶۴ افغانیو رسېدلې وه.

د افغانستان بانک پر ویبپاڼه نن سهار (اګست ۱۸) د ډالرو د پلور بیه ۶۳،۴۳ افغانۍ او د پېر بیه یې ۶۳،۲۳ افغانۍ لیکل شوې ده.

د ځینو اقتصادي شنونکو په آند، د کورنیو ستونزو ترڅنګ په نړیوالو بازارونو کې د ډالر بیې لوړېدل، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل او د تیلو بیو هم د افغانیو پر ارزښت اغېز کړی دی.

افغان حکومت هره میاشت یوه ټاکلې اندازه ډالر بازار ته وړاندې کوي چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي، خو افغانیو خپل ارزښت ثابت نه دی ساتلی او د وخت په تېرېدو سره لوېدلی دی.

د افغانستان د کورنیو ستونزو ترڅنګ یو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې په نړیوالو بازارونو کې د ډالرو د بیې لوړېدل او د نړیوالې مرستې کمښت هم د دې لامل شوی چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کم شي.

ورته مطالب