'۷،۶ میلیون افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي'

Image caption په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وایي په دغه هیواد کې اوس هم ۷ اعشاریه ۶ میلیونه وګړي خوراکي توکو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان وایي سږ کال د بودیجې له کمښت سره مخامخ دی او که دا لړۍ دغسې روانه وي په را روان ژمي کې نشي کولای اړو کسانو ته مرستې ورسوي.

دغه سازمان وایي، په افغانستان کې ۷ اعشاریه ۶ میلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دی.

د سازمان چارواکي وایي د دوی کاروانونو په تېرو پنځوسو کلونو کې بېلابېلو ګواښونو سره سره خلکو ته مرستې رسولې دي او دغه لړۍ به روانه وي.

حکومت شینواری یو مهال موټر چلوونکی و، خو اوس د مرسته رسوونکو کاروانونو مشر دی.

دی له تېرو پنځه ویشتو کلونو راهیسې د خوړو له نړیوال سازمان سره کار کوي.

حکومت شینواری له دغه سازمان سره هغه مهال پېښور کې کار پیل کړ او په خبره یې تر اوسه یې د افغانستان ډېرو لرو پرتو سیمو مرستې رسولې دي او لا هم په همدې چارې بوخت دی.

دی وایي په خپل کار کې یې ډېرې لوړې ژورې لیدلې دي له امنیتي پېښو سره مخامخ شوی دی.

د افغانستان په لویو لارو چې تر ډېره ناامنه دي، نوموړی پرې ډاډه تګ راتګ کوي.

هغه وايي ''وېره مې په زړه کې شته خو د خلکو چوپړ یې ډاډه کوي چې په سمه روان دی. د افغانستان ولس ته خو نوره کومه مرسته نشو کولی به همدی خوشحاله یم چې مرستې ورورسوم سره له دې چې سفر کې ویره وي ځیني وخت نهه لس شپې په لاره تیرو خو دا پنځه ویشت کاله چې ډبیلیو اف پي سره یم خوشحاله یم.''

Image caption حکومت شینواری یو مهال موټر چلوونکی و، خو اوس د مرسته رسوونکو کاروانونو مشر دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وایي په دغه هیواد کې اوس هم ۷ اعشاریه ۶ میلیونه وګړي خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د خوړو د نړیوال سازمان د مرستې توکي اوړه، غوړي، بیسکیټ او په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره خواړه دي.

دا هغو سیمو ته لېږدول کېږي چې نا امنه وي او یا د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وي.

د دغې ادارې ویاند وحیدالله اماني وایي د بودیجې له پلوه په افغانستان کې د خوړو د پروګرام وضعیت ښه نه دی که همداسې روان وي په را روان ژمي کې نشي کولی اړو کسانو ته مرستې ورسوي:

''سږ کال درې اعشاریه څلور میلوینو کسانو ته باید مرستې ورسو خو بودیجه بسنه نه کوي.''

افغانستان لا هم د بېوزله هېوادونو په ډله کې دی او د اقتصاد ډېره برخه یې لا هم پر بهرنیو مرستو پورې تړلې ده.

Image caption افغانستان لا هم د بېوزله هېوادونو په ډله کې دی او د اقتصاد ډېره برخه یې لا هم پر بهرنیو مرستو پورې تړلې ده.

د افغانانو لپاره د مرستو ډېری کاروانونه د پاکستان له نا امنو لارو او منځنۍ آسیا نه افغانستان ته را دننه کیږي. مرسته کوونکي بنسټونه وایي د نا امنیو ډېروالی د دې لامل شوی چې د مرستو په مخ کې خنډونه جوړ کړي او د مرستو د وېش لړۍ یې ټکنۍ کړې ده.