عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، سږ کال یې د افغان حاجیانو لپاره حرم شریف ته څېرمه مېلمستونونه کرایه کړي، چې پلی مزل ورته شاوخوا پینځلس دقیقې دی.

نن (پنجشبه/زمری ۲۹) سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو. د حج او اوقافو وزارت وايي، سږکال به له افغانستان څخه څلرویشت زره کسان د حج د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته واستول شي.

د دغه وزارت چارواکي وايي سږکال د تېر په پرتله د افغان حاجیانو په لګښتونو کې هم کموالی راوستل شوی او ځینې هغه ستونزې یې له منځه وړل شوي چې پخوا به حاجیان ورسره مخامخ وو.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، دا ټول حاجیان به د اریانا افغان هوايي شرکت په مټ د کابل، کندهار، هرات او مزار شریف هوايي ډګرونو له لارې په ۳۳ ورځو کې سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، دا ځل به ډېری حاجیان نېغ په نېغه له کابله مدینې منورې ته واستول شي او په سعودي کې به ورته د اوسېدو او تګ راتګ تر پخوا ښه امکانات برابر شي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد وايي، دا ځل د افغان حاجیانو لګښتونه هم راکم شوي دي.

د نوموړي په وینا په سعودي کې د دوی په لګښتونو کې د هوټلونو او د ګاډو د کرایې په ګډون درې میلیونه ډالر او د الوتکې د ټېکټونو او تګ راتګ په برخه کې اووه میلیونه ډالر کموالی راغلی.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، دا ټول حاجیان به د اریانا افغان هوايي شرکت په مټ د کابل، کندهار، هرات او مزار شریف هوايي ډګرونو له لارې په ۳۳ ورځو کې سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، سږ کال یې د افغان حاجیانو لپاره حرم شریف ته څېرمه مېلمستونونه کرایه کړي، چې پلی مزل ورته شاوخوا پینځلس دقیقې دی.

دا وزارت په داسې وخت کې د دغو اسانتیاو د رامنځته کېدو خبر ورکوي، چې په تېرو کلونو کې افغان حاجیانو په اړوندو برخو کې له ستونزو سر ټکاوه.

ورته مطالب