د ښځینه خبریالانو د ځورونې په اړه سروې

Image caption په تېرو څو کلونو کې یوشمېر خبریالانې په مرموز ډول وژل شوې، ګواښونه ورته شوي، او له کاره ګرځول شوې دي.

د خبریالانو د حقونو ددفاع ځینو ټولنو په ګډه یوه سروې خپره کړې چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د ستونزو د ډېرېدو خبره کوي، په دغه سروې کې د کابل او شمالي ښار مزار شریف یوشمېر خبریالانې پوښتل شوې چې وايي له خپلو کاري ادارو نیولې تر حکومتي او ولسي خلکو یا خو ځورول کېږي او یا ورسره توپیري چلند کېږي.

خبریالان وايي د قانون نه پلې کېدو یې ژوند تریخ کړی دی.

کابل کې زموږ خبریال سید عبدالله نظامي پخپل راپور کې کاږي، له ۱۵۰ خبریالانو او د رسنیزو ادارو له څو مشرانو په پوښتل شوې سروې کې پلازمېنه کابل کې د ښځینه خبریالانو کړاوونه د افغانستان له نورو ښارونو لوړ ګڼل شوي.

جنسیتي، توپیریز چلند، د یو شمېر ملایانو له لوري له ښځینه خبریالانو سره د مرکو نه کول، لږې تنخواګانې، کورنۍ ننګونې او په حکومتي کچه د معلوماتو په موټي کې نیول یې بېلګې دي.

د 'تساوي' په نوم ادارې د څو نورو رسنیزو ادارو پرمټ په دغه سروې ځینې نیوکې هم وې چې ګواکې لاسمه څېړنه نه ده شوې ښايي دا کچه تر دې نوره هم لوړه وي.

د کابل د یوې سیمه يیزې راډیو خبریاله وحیده فیضي وايي په خپله هغه ادارې چې د ژبې د ازادۍ سرچینې دي خپل کارکوونکي ځوروي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي بي بي سي ته وویل، نه یوازې ښځینه په ټوله کې خبریالان د حکومتي چارواکو له ناسم چلند سره مخ دي پولیس او نور امنیتي ځواکونه هم د پېښو پروخت له دوی سره ښه نه کوي.

له فوزیې کوفي مې وپوښتل چې پوهېږي نو ولې د ولسي استازې په توګه ددغه څه په حل لارو غږ نه پورته کوي؟

نوموړې وايي د قانون په پلي کېدو شونې ده چې دا ډول کړاونه راکم شي.

خبریالان وايي په افغانستان کې د ښځینه ژورنالستانو شمېر له سلګونو نه دی ډېر، د دوی پر وړاندې کار خنډونه په لرې پرتو سیمو کې لا ډېر دي هلته چې څېړونکي او د خبریالانو ددفاع ټولنې کم سر ښکاره کوي.

په تېرو څو کلونو کې یوشمېر خبریالانې په مرموز ډول وژل شوې، ګواښونه ورته شوي، او له کاره ګرځول شوې دي.