د ولسمشر لومړی مرستیال د وسلوالو مخالفینو له بریده روغ وتلی

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته نژدې سرچینو ویلي چې د جمعې په ورځ چې د زمري ۳۰ کېږي د دولت مخالفینو د فاریاب په ولایت کې د ده پر کاروان برید کړی.

ویل شوي چې په دې برید کې د ولسمشر لومړي مرستیال او له ده سره په کاروان کې ګډونوالو ته زیان نه دی رسېدلی.

د ښاغلي دوستم له ډلې یوه کس د مزارشریف په ښار کې د بي بي سي خبریال ته ویلي چې په دغه برید کې د دولت د وسلوالو مخالفینو ۸ کسان مړه شوي او ۱۳ نور یې چې ټپیان دي له وسلو او مهماتو سره د جنرال دوستم د ساتونکو لاس ته لوېدلي.

تر دې وړاندې د رویټرز خبري آژانس هم د ښاغلي دوستم د ویندوی له قوله د دې پېښې خبر ورکړی ؤ.

تر اوسه کومې ډلې د ولسمشر پر لومړي مرستیال د برید پړه نه ده منلې خو د ولسي جرګې یوه غړي عنایت الله فرهمند چې ښاغلي دوستم ته هم نژدې کس دی بي بي سي ته وویل برید کوونکي سیمه ییز طالبان ول.

نژدې یوه میاشت کېږي چې جنرال دوستم د افغانستان شمالي ولایتونو ته تللی دی چې د دولت د مخالفینو پر وړاندې د افغان پوځ د عملیاتو مشري پرغاړه لري.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان شمالي ولایتونه لکه تخار، کندوز او بغلان ډېر ناامنه شوي او د دولت مخالفینو په دغو ولایتونو کې له امنیتي ځواکونو سره خونړۍ جګړې کړي دي.

ورته مطالب