غزني: د افغان ملي پوځ وژل شویو سرتېرو مړي موندل شوي

د انځور حقوق f
Image caption مړی د اندړو ولسوالی په اړوند سیمه کې وموندل شول

د غزني والي ویاند ننګ ساپی وایي، د پکتیکا ولایت دسرحدي لوا درې وژل شوي سرتېری یوه اونۍ مخکې د غزنی په اندړو ولسوالۍ کې د پکتیکا غزني لویې لارې اوږدو کې له موټره کوز کړل شوي وو، چې نن یې مړي د اندړو ولسوالی په اړوند سیمه کې وموندل شول.

د نوموړي په خبره د وژل شویو کسانو پر جسمونو د مرمیو ټپونه لیدل کېږي.

نوموړی د دغو سرتېرو د وژنې پړه د حکومت پر مخالفو وسله والو اچوي، خو دم ګړۍ د افغان حکومت وسله والو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګ زیاتوي د نوموړو سرتېرو د خلاصون په موخه یې د قومی مشرانو له لارې هلي ځلی وکړې.

وايي، دوه ځلي قومي مشران له وسله والو سره خبرو ته کېناستل خو په وینا یې پایله یې مثبته نه وه.

هغه وايي:

'د نوموړو سرتېرو مړي د اندړو ولسوالۍ بسانې په کلي کې د سړک غاړې ته غورځول شوی وو، چې د سره صلیب کمیټې له لارې را ولېږدول شول.'

د اندړو ولسوالی د غزني له مرکزه ۳۵ کیلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې ډېری مهال پکې د سړي تښتونې، ماین چاودنې اومخامخ نښتې رامنځته کېږي.