د کابل بريد کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۶۶ ټپيان دي

د انځور حقوق AFP
Image caption ناټو وايي په وژل شویو کې د دوی درې ولسي قراردادیان هم شامل دي.

د افغانستان پلازمېنې کابل مکروريانو يوه خصوصي روغتون ته نژدې چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي او له ۶۰ ډېر ټپيان دي.

دغه پېښه د شنبې (۲۲ اګست) مازدیګر شاوخوا څلور بجې رامنځ ته شوې ده.

ناټو وايي په وژل شویو کې د دوی درې ولسي قراردادیان هم شامل دي.

برید هاغه مهال وشو، چې د بهرنیانو د ګاډو کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې له چاودیدونکو توکو ډک ګاډی ور نژدې شو، چې وروسته د چاودنې غږ واوریدل شو.

کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما او د امریکا متحدو ایالتونو سفارت له پېښې سملاسي وروسته دغه پېښه په سختو ټکو وغندله.

په سیمه کې د شینو زاده په نوم یو خصوصي روغتون دی او برید داسې مهال وشو، چې له دفترونو او ښوونځیو د رخصتۍ مهال و، ځکه اندېښنه ښووله کېږي، چې ښايي د تلفاتو شمېر ډېر شي.

د کابل نهمې حوزې امرعبدالروف ارزګاني بي بي سي ته وویل، دا یو ځانمرګی برید و، چې د څلورم مکروریان شینوزاده روغتون ته نژدې شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق EPA

د عامې روغتیا وزارت چارواکو بي بي سي ته وویل، پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي، چې دری يې بهرنيان دي او له ۶۰ ډېر ټپيان دي.

دی وايي په ټپي شويو کسانو کې پنځه ښځې او پنځه ماشومان دي.

ځايي تلويزيونه د عيني شاهدانو له خولې وايي بريد هغه مهال رامنځ ته شو چې کله د بهرنيو ځواکونو موټر له سيمې تېرېدل او يو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د بهرنيانو کاروان ته نژدې شو او وروسته د چاودنې غږ پورته شو.

دغه سیمه د ملکي خلکو ګڼ مېشته سیمه ده، چې په کې د ګڼو اپارتمانونو تر څنګ دوکانونه هم شته، چې اکثر مهال په کې ګڼه ګوڼه وي.

پېښه داسې مهال شوې، چې معمولاً دولتي دفترونو څخه د کارکوونکو کورونو ته د ستنېدو وخت دی.

د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق EPA
Image caption برید مکروریانو سیمې کې شوی دی