لوګر کې د ښوونځیو شپږ مدیران نیول شوي دي

Image caption . د سې شنبې په ورځ دغه کسان برکي برک ولسوالۍ ته تللي وو، چې د بېرته ستنېدو پر مهال د ملي امنیت لخوا نیول شوي دي

د کابل په سویل کې د لوګر ځايي چارواکي وايي د افغانستان ملي امنيت ادارې د دغه ولایت د پوهنې رياست د ښوونځيو شپږ مديران توقيف کړي دي.

د لوګر د پوهنې مشر محمد اکبر ستانکزی وايي دغه کسان له سې شنبې راهيسې په دې تور امنيتي ځواکونو نيولي چې ګواکې له طالبانو سره يې اړيکي درلودې.

ښاغلی ستانکزی وايي، دغه کسان هغه مهال ملي امنيت نيولي چې له برکي برک نه بېرته مرکز پل علم ته راستنېدل.

پېښه د سې شنبې په ورځ رامنځته شوې ده.

د سې شنبې په ورځ دغه کسان برکي برک ولسوالۍ ته تللي وو، چې د بېرته ستنېدو پر مهال د ملي امنیت لخوا نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې د پوهنې ریاست د تدریسي مرستیال زوی ملا مبارک هم شامل دی. محمد اکبر ستانکزی وايي:

'د ملي امنیت مسوولینو موږ ته وویل، چې دغه کسان هلته د دې لپاره تللي وو، چې د حکومت له وسله والو مخالفانو سره غونډه وکړي.

دوی وايي په همدې تړاو دغه کسان نیول شوي دي.

له موږ سره په دې اړه کومه مشوره نه ده شوې او نه هم تر اوسه دغه کسان راخوشي شوي دي.

موږ هڅه کوو، چې که دغه کسان کوم جرم و نه لري، نو خوشي به شي.'

لوګر چې د پلازمینه کابل ختيځ ته په شپیته کیلو مترۍ کې پروت دی، د افغانستان دنا امنه ولایتونو په کتار کې راځي چې دا وروستیو کې یې یو شمېر ولسوالیو کې د ورستیو نا امنيو له امله یو شمېر ښوونځي تړل شوي دي.