د مینې تار د روسۍ ښځې پښې تر کابله وڅکولې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

څلور لسیزې وړاندې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره، زرګونه پوځي او ملکي روسان افغانستان ته راغلل. په ۱۹۸۰ لسیزه کې چې پخوانی شوروي اتحاد له افغانستانه ووته، نو د ګوتو په شمار سرتیرو پرته، ټول روسان خپل هېواد ته لاړل.

خو دلته موږ د داسې روسۍ ښځې کیسه اورو چې هغه جګړې نه، بلکې مینې افغانستان ته راوسته.

رېنا باووم ۶۵ کلنه ده او شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې افغانستان ته راغله. هغه وایي له یوه افغان سره مینې اړ کړه چې خپل هېواد پرېږدي. دې روسي الاصله مېرمنې د خپل ژوند کیسه بي بي سي ته کړې ده.

زموږ همکار نصرت صمیمي ورغلی او په اړه یې دا راپور چمتو کړی.

رېنا په اصل کې د روسيې د ''ليننګراد'' يا اوسني ''سنپترزبرګ'' اوسېدونکې ده، هملته زېږېدلې، لويه شوې او لوړې زده کړې يې کړي دي. رنا پېغله وه چې په خپل ښار کې له يوه افغان سره مخ شوه. دواړه د لېننګراد پوهنتون محصلين وختل او پر همدې سره پېژندګلوي شوه.

رېنا پېغله وه او د عبدالله هم نوې ځواني وه. رېنا وايي د دواړو سره مينه پيل شوه او د زده کړو تر پاى ته رسولو وروسته يې سره واده وکړ:

د انځور حقوق f
Image caption رېنا پېغله وه او د عبدالله هم نوې ځواني وه. رېنا وايي د دواړو سره مينه پيل شوه او د زده کړو تر پاى ته رسولو وروسته يې سره واده وکړ

''کله چې زه روسيه کې وم، نو مېړه مې تر واده وړاندې راته وويل چې پر تا مين يم، خو زه په افغانستان کې هېڅ نه لرم. زه په کېږدۍ کې اوسېږم، دا به څنګه شي؟ ما ورته وويل چې زه هم درسره مينه لرم په کېږدۍ کې درسره ژوند کوم، خو کله چې افغانستان ته راغلم هرڅه وو، هم يې په مکروريانو کې کور درلود او هم يې موټر.''

رېنا او عبدالله په روسيې کې سره واده وکړ. د واده محفل يې کوچنى وو، ټولو ٣٠ کسانو پکې برخه لرله .

تر واده وروسته دواړه کابل ته راغلل. رېنا د کانونو انجنيره ده او مېړه يې د جيولوجۍ په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لرلې. رېنا په صنعتي پراختيايي بانک کې دنده لرله او عبدالله هم وروسته د افغانستان د کانونو وزارت مرستيال شو.

پر افغانستان د روسانو تر يرغل وروسته چې په افغانستان کې ورسره جګړې پيل شوې رېنا له خپل مېړه او دوو زامنو عبدالرشيد او تيمور شاه سره بېرته روسيې ته لاړه. دوى ١٣ کاله کابل کې ژوند وکړ.

رېنا څو لسيزې وروسته د حامد کرزي د حکومت پرمهال بېرته کابل ته ستنه شوه، خو دا ځل يواځې او د ژوند له ملګري پرته. رېنا وايي مېړه يې د ډېرې اندېښنې له امله روسيه کې مړ شو. "څوک چې د وزير مرستيال پاتې شوى وي ورته ګرانه ده چې يوه ورځ د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره پر سړک توکي وپلوري."

رېنا له کابله د تګ پرمهال خپل کور په ګرو ورکړ، خو د بېرته ترلاسه کولو لپاره يې اته کاله کابل کې په محکمو وګرځېده. رېنا وايي د خپل حق په ستنولو کې له چا نه ويرېږي او له همدې امله ځان زمرۍ بولي.

دوزخ ته نه ورګرځم

رېنا د پخواني ولسمشر محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال د افغانستان تابعيت ترلاسه کړى. هغه اوس ځان دومره له افغانستان سره تړلى بولي چې وايي نشي کولي بل ځاى ژوند وکړي. که څه هم دلته يوازې ده، خو وايي نږدې ملګري يې هغې ته د يوازېتوب احساس نه ورکوي.

سربېره پردې په افغانستان کې مشرانو ته د درناوي فرهنګ د هغې د پاتې کېدو يواځنى لوى لامل دى.

د انځور حقوق f
Image caption رېنا په سروې او جيولوژۍ کې دنده لري او سربېره پر دې په کابل کې ځېنو کسانو ته د روسي ژبې زده کړې هم ورکوي.

ځکه چې ډېر اشنايان لرم، څوک مې نه پرېږدي چې زړه تنګى شم.

رېنا په سروې او جيولوژۍ کې دنده لري او سربېره پر دې په کابل کې ځېنو کسانو ته د روسي ژبې زده کړې هم ورکوي.