اماراتو افغانانو ته د ویزې لپاره ځانګړي شرایط وضع کړي

د افغانستان د پاسپورت اداره وایي، د عربي متحده اماراتو لخوا د افغاني پاسپورتونو د بیا تایید غوښتنه د نړیوالو پرنسیپونو خلاف ده.

سیاحتي شرکتونه، چې خلکو ته د ویزې اخیستو اسانتیا برابروي وایي، ددې کار لامل دا دی، چې ځېنې افغانان څو پاسپورتونه لري او ځېنې بهرني اتباع هم په ناقانونه ډول افغاني پاسپورتونه کاروي.

ښکاري، چې ددې ستونزې د حل لپاره د بهرنیو چارو وزارت تراوسه ډېر څه نه دي کړي. نصرت صمیمي په دې اړه خپل رپوټ کې لیکي:دوه میاشتې وړاندې افغانانو ته تر بل هر هېواد د عربي متحده اماراتو د ویزې اخیستل آسانه وو.

چا چې اماراتو ته د تګ نیت درلود خپل پاسپورت به یې کابل کې سیاحتي شرکتونو ته ورکړ د ویزې پیسې به یې پرې کړې او په څو ورځو کې به یې ویزه واخیسته.

خو اوس د ویزې غوښتونکی باید لومړی خپل پاسپورټ په دوبۍ کې د افغانستان په کونسلګري کې تایید کړي. ان که دا کار دلته په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت وکړي بیا هم د کونسلګرۍ تایید ته اړتیا ده.

به کابل کې د اماراتو سفارت په دې تړاو موږ ته ځواب نه دی راکړی خو په دوبۍ کې د مهاجرت ادارې سرچینو بي بي سي ته ویلي، داسې مواردو سره مخ شوي، چې ځېنو شړل شویو سوداګرو په بل نوم پاسپورت اخیستی او غوښتل یې دوبۍ ته لاړ شي.

ځېنې سیاحتي شرکتونه هم وایي، چې د عربي متحده اماراتو د وروستۍ پرېکړې لامل د ځېنو افغانانو لخوا د څو پاسپورتونو لرل او د بهرني اتباعو لخوا د افغاني پاسپورتونو کارول بولي.

Image caption د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، دوی هڅه کوي له دیپلوماتیکو لارو دا ستونزه حل کړي

د سیاحتي شرکتونو یو چارواکی وايي:"د څو پاسپورتونو له امله د دوبۍ د مهاجرت اداره دا ادعا لري چې ځېنې ایراني اتباع افغانستان ته راغلل، افغاني پاسپورتونه یې جوړ کړل او دوبۍ ته لاړل، نو په دې اساس فعلا دوی ویزې بندې کړي دي. ډېر مشکلات کمپیوټري پاسپورتونو ته دي. هغه پاسپورتونه چې په لاس لیکل شوي، نو هغوی ته ۵۰ سلنه امکان شته چې ویزه ورکړي."

خو د د افغانستان د پاسپورت ادارې رییس سیدعمر صبور د اماراتو پر چلند نیوکه کوي او وایي، دا په دې معنا ده، چې هغوی د افغانستان ملی سند ته اعتبار نه ورکوي.

ښاغلی صبور وايي:" زه ددې کار پلوی نه یم. دا نه په قانون کې شته او نه هم نړیوالو پرنسیپونو کې. نه موږ له اماراتو سره داسې متقابله رویه کړې ده. دا د افغانستان د خلکو د وخت ضایع کول دي. پاسپورت د هر هېواد ملي هویت دی، دا کار پرته له دې چې دا هویت بې اعتباره کړي، بله ګټه نه لري."

افغانستان له تېرو دوو کلونو راهیسې خپلو اتباعو ته کمپیوټري پاسپورتونه ویشي. د نورو جزییاتو ترڅنګ د هغوی د سترګو تصویر او د لسو ګوتو نښې هم ثبتوي، چې له مخې یې ناشونې ده یو کس دوه پاسپورتونه واخلي.

د افغانستان په هوایي ډګرونو په تېره بیا کابل کې د مسافرینو د سترګو او ګوتو نښې ثبتېږي او ګټه یې دا ده که څوک په دوو نومونو پاسپورتونه ولري، په اتومات ډول پېژندل کېږي. خو دا چې څنګه دا کسان بیا هم په تګ راتګ بریالي کېږي، د پوښتنې وړ خبره ده.

د ځېنو سیاحتي شرکتونو مسوولین وايي، ځېنې کسان پیسې ورکوي او له بایومتریک یا د ګوتو د نښې له ثبتولو پرته د کمیشنکارانو له لارې پاسپورتونه ترلاسه کوي او دا بهرنیانو ته هم لاره برابروي، چې په اسانۍ افغاني پاسپورتونه واخلي.

دا کسان چې یو ځل د بهرني او بل ځل د افغان په توګه دوبۍ ته ورځي نو پېژندل کېږي، چې افغانان نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښه به دا وي چې امارات یواځې د هغو کسانو پاسپورتونه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي، چې ستونزه لري، نه دا چې له ټولو د تایید غوښتنه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، دوی هڅه کوي له دیپلوماتیکو لارو دا ستونزه حل کړي:

"د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي، چې له دیپلوماتیکو لارو د عربي متحده اماراتو لوړپوړو چارواکو ته دا قناعت ورکړي چې دا د حل لاره نه ده چې د افغانستان د هر یوه وګړي عادي یا سیاحتي پاسپورتونه بیا له سره تایید شي. د حل لاره دا ده، چې له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي."

د انځور حقوق
Image caption د عربي متحده اماراتو د وروستۍ پرېکړې لامل د ځېنو افغانانو لخوا د څو پاسپورتونو لرل او د بهرني اتباعو لخوا د افغاني پاسپورتونو کارول بلل شوي

خو په دوبۍ کې ځېنو سرچینو سیاحتي شرکتونو ته ویلي، چې هغوی یوازې په دوبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ تایید ته اړتیا لري نه د بهرنیو چارو وزارت یا پاسپورت ریاست ته.

کونسلګري شړل شوي کسان هم پېژني او که تایید چارې یوازې هغوی مخته یوسي د ویزې اخیستو پروسه اسانه او ګړندۍ کېږي.

خو پوښتنه دا ده، چې ولې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه دا ستونزه نه ده حل کړې؟ پر خپلې کونسلګرۍ باور نه لري، که کومه بل راز لري.

خو په عمل کې له چارواکو او زورواکو پرته، ډېرو هغو خلکو ته سرخوږی پیدا کړی چې اړ دي د سوداګرۍ یا نورو کارونو لپاره دوبۍ ته لاړ شي.

ورته مطالب