ترکمنستان افغانستان سره پر اقتصادي مرستو ټينګار وکړ

Image caption ترکمنستان د ګازو د ټاپي او لاجوردو لارې په ګډون په یو شمېر سترو اقتصادي پروژو کې چې افغانستان د سيمې له هېوادونو سره نښلوي مهم رول لري

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بيردي محمدوف په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرو کې د ترهګرۍ پر ضد ګډې مبارزې او اقتصادي همکاريو ژمنه وکړه.

افغان ولسمشر اشرف غني وايي ترکمنستان به په راتلونکې کې افغانستان ته د برېښنا د ورکړې کچه پنځه برابره کړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د ترکمنستان له ولسمشر قربانقلي بيردي محمدوف سره چې کابل ته يې سفر کړی له خبرو وروسته وکړې.

ښاغلي غني وويل دا به د افغانستان له اقتصادي ښېرازۍ سره چې ډېره تکيه يې پر برېښنا ده لويه مرسته وکړي.

ده وويل له ترکمنستان نه افغانستان ته د تېلو او ګازو د صادراتو په اړه يې ابتدايي خبرې کړې او هيله ده چې په راتلونکې کې د دغو توکو کچه هم زياته شي.

ولسمشر غني ترکمنستان په سيمه کې د افغانستان يو مهم اقتصادي او ټولنيز شريک وباله چې په خبره يې په تېرو شاوخوا دوو لسيزو کې يې خپل بې پرېتوب ساتلی دی.

ښاغلي غني وويل ترکمنستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې په کال کې له افغانستان سره يو ميليارد ډالر سوداګريزه راکړه ورکړه لري.

ده زياته کړه چې د ګازو يوه نلليکه به ډېر ژر د آقينې تر بندره راورسېږي او دا به په افغانستان کې د ګازو ستونزې له منځه وړلو سره مرسته وکړي.

ترکمنستان د ګازو د ټاپي او لاجوردو لارې په ګډون په یو شمېر سترو اقتصادي پروژو کې چې افغانستان د سيمې له هېوادونو سره نښلوي مهم رول لري.

ولسمشر غني وويل د ټاپي پروژې په اړه چې د سيمې په کچه يوه ستره پروژه ده هم خبرې وشوې.

د ټاپي پروژه چې له مخې به يې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته صادرېږي ميلياردونه ډالر لګښت غواړي چې د سيمې لپاره مهمه پروژه بلل کېږي.

د ټاپي پروژه چې شاوخوا ۱۷۰۰ کيلومتره اوږدوالي يوه ستره برخه يې د افغانستان له خاورې تېرېږي.