افغان چارواکي: په هلمند او غزني کې ۱۸۰ وسله وال وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption د موسی کلا ولسوالۍ د تېرې چهار شنبې پر ورځ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه

د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې چارواکي وايي د امنيتي ځواکونو او ناټو په ګډو پوځي عملياتو کې ۱۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دوی وايي دغه عمليات د دې ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې شوي چې ۱۰۰ تنه نور وسله وال هم په کې ټپيان شوي دي.

د هلمند ولایت د پوليسو وياند شاه محمود اشنا بي بي سي ته ويلي چې امنيتي ځواکونو د دې ولسوالۍ څلور کليومترۍ ته رسېدلي دي.

د ده په وينا دغه عمليات تر اوسه روان دي او امنيتي ځواکونو ته په کې کوم زيان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د موسی کلا ولسوالۍ د تېرې چهار شنبې پر ورځ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه او يوه ورځ وروسته افغان ځواکونو د ناټو په مرسته د دې ولسوالۍ د نيول لپاره عمليات پيل کړي وو.

د غزني پېښې

د انځور حقوق MoD
Image caption د غزني چارواکي وايي په قره باغ ولسوالۍ کې ۱۵ وسله والو وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي

د غزني ولايت چارواکي وايي د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ۳۰ وسله والو وژل شوي دي.

په کابل کې د بي بي سي خبريال وايي په قره باغ، اندړو، ګيرو او ده يک ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې شوې دي.

د غزني چارواکي وايي په قره باغ ولسوالۍ کې ۱۵ وسله والو وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

دوی په ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۶ طالب جنګياليو د وژل کېدو او ۱۷ نور ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

بل خوا طالبانو د يوې خبر پاڼې په خپرولو ويلي چې د شلګر په ولسوالۍ کې يې نهه پوليسو وژلي دي.

همدا ډول د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي.

د غزني د والي وياند ننګ ساپی وايي تېره شپه د اندړو ولسوالۍ منار سيمه کې د دولت وسله والو تر منځ نښته شوې چې د پاڅونوالو د قومندان په ګډون شپږ کسان په کې وژل شوي دي.

زابل کې د ۶ ولسواليو د سقوط وېره

د غزني ګاونډي ولايت زابل د ولايتي شورا رييس د دې ولايت د ۶ ولسواليو د سقوط وېره ښودلې ده.

د شاه جوی، شملزی او شينکۍ ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو له کموالي سره مخامخ دي.