کونړ چارواکي وايي له کورونو د نجونو تېښتې پېښې ډېرې شوې

د انځور حقوق AP
Image caption د کونړ د ښځو چاره رییسه نسیمه سادات پخپل ولایت کې له کوره د نجونو دوتلو پېښو د ډېروالي دلیل دکورنیو بې غوري او پخپلو اولادونو نه پاملرنه یادوي

د کونړ د ښځو چارو ریاست وايي د روان کال په تېرو څلور میاشتو کې د شلو دا سې پېښو سره مخ شوي، چې ډېر ېې له کوره د نجونو دتیښتې دي. دا د تېر کال د پېښو نژدې دوه برابره کېږي.

دغه اداره وايي تر دې پر لا ډېرو پېښو دوی او نورې حکومتي ادارې خبر شوي هم نه دي او په کلیو کې په دودیز ډول اوارې شوې دي.

ضیا ګل چې د شپږو اولادونو مور ده، لومړي میړه پرې ایښې او له کلونو وروسته چې ېې دویم واده وکړ، لا څو میاشتې نه وې تېرې ،چې په جګړه کې ترې ووژل شو .

دا وايي د خپلوانو او کورنۍ درک ترې ورک دی او د دویم میړه خپلوانو نوره نه ساتله، نو وايي اړ شوه چې خپلو همخیلو ته ورشي چې غم ېې وخوړل شي.

د کونړ د ښځو چاره رییسه نسیمه سادات پخپل ولایت کې له کوره د نجونو دوتلو پېښو د ډېروالي دلیل دکورنیو بې غوري او پخپلو اولادونو نه پاملرنه یادوي.

هغه وايي ډېرې دغه ډول پېښې د نا سمو ټیلفوني اړیکو له مخې کېږي. نوموړې وايي لا هم عدالت ته د ټولود لاس رسی پر وړاندې خنډونه شته

کار پوهان وايي نا سم پوهاوي، ټولنیز توپیرونه او د ټیلفون بې باکه کارونه د پېښو د ډېروالي سبب شوی دی.

په بیلا بیلو پلمو له کوره راوتلې ښځې دامن په نامه جوړو شویو کورونو ته استول کېږي، چې د ډېرو په وینا هغه هم له زندانه کم نه دي.