'کندوز کې دوو نفوذي طالبانو خپل ۱۴ ملګري وژلي'

جنګل باغ د انځور حقوق
Image caption جنګل باغ وايي: ''تېره شپه د مخالفینو په منځ کې دوو همکارو کسانو د ملا باز محمد په مشرۍ د مخالفینو ۱۴ کسیزه ډله د امام صاحب ولسوالۍ یکه توت سیمه کې وژلې ده.''

د افغانستان شمالي کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په امام صاحب ولسوالۍ کې دوو طالبانو خپل ۱۴ ملګري په ډزو وژلي دي.

د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې د امام صاحب ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې شوې ده.

نوموړی د کندوز د امنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ له قوله وايي، برید کوونکو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره د اړیکې په لرلو دا کار کړی دی.

جنګل باغ وايي: ''تېره شپه د مخالفینو په منځ کې دوو همکارو کسانو د ملا باز محمد په مشرۍ د مخالفینو ۱۴ کسیزه ډله د امام صاحب ولسوالۍ یکه توت سیمه کې وژلې ده.''

نوموړی زیاتوي، له طالبانو ۱۴ میله وسله هم امنیتي ځواکونو ته پاتې شوې ده.

دی وايي، دواړه برید کوونکي طالبان د کندوز د امنیتي ځواکونو له ملاتړه برخمن وو.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د انځور حقوق d

کندوز د افغانستان په شمال کې نسبتاً ناامنه ولایت دی.

څو ورځې وړاندې، د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلی وو، د منځنۍ آسیا لپاره د جندالله ډلې مشر قاري غلام حضرت، چې په ابو حذیفه مشهور و، د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

ورته مطالب