پلازمېنه کابل کې د ''ريکا'' اقتصادي غونډه پيل شوه

Image caption د ريکا په تېرو ناستو کې پر سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورت، ترانزیت او طبیعي سرچینو خبرې شوې دي

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس ريکا پرانستې وينا کې وويل ترانزيت کولای شي د سيمې هېوادونه سره ونښلوي.

دغه ورځنۍ غونډه چې نن (پنجشنبه، سپټمبر دريمه) پيل شوه تر ډېره پر اقتصادي مسايلو څرخېږي.

ښاغلي کرزي وويل د برېښنا، ګازو او اورګاډي پروژې کولای شي د سيمې له اقتصادي غوړېدا سره مرسته وکړي.

ده وويل د سيمې هېوادونه بايد هغه پروژې پای ته ورسوي چې لا نيمګړې دي او د هغو عملي چارې پيل کړي چې خبرې پرې شوې دي.

حکمت خليل کرزي وويل افغانستان او د سيمې هېوادونه بايد هڅه وکړي چې دغه پروژې سل په سلو کې بريالۍ کړي.

ده زياته کړه افغانستان چمتو دی چې له خپلو ګاونډيو او د سيمې هېوادونو سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي او دوه اړخيزو، درې اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو لرلو ته چمتو دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ريکا کنفرانس کې د شاوخوا ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لوړپوړي چارواکي او استازي ګډون لري.

نصرت صميمي په خپل راپور کې وايي، د ناستې ګډونوال به د ایران پر چابهار بندر او د ریل ګاډو پر دوو پټلیو خبرې وکړي.

د دغو دوو پټليو يوه يې چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران سره نښلوي او بله یې له تاجکستان څخه د افغانستان له لارې ترکمنستان ته غځېږي.

د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو ناستې له ۱۳۸۴ کال راهیسې په کابل، نوي ډيلي، اسلام اباد، استانبول او دوشنبې کې شوي.

په تېرو ناستو کې پر سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورت، ترانزیت او طبیعي سرچینو خبرې شوې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان دا کنفرانس د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم ګڼي.

د کابل پوهنتون استاد سید مسعود وایي، که افغانستان دا ډول کنفرانسونو ته ښه او قانع کوونکې طرحه ولري، کولی شي د خپل اقتصاد په پیاوړتیا کې ترې ډېره ګټه پورته کړي:

''دا په افغانستان پورې تړلې چې څنګه د سیمې او نړۍ باور خپلوي او په یووالي سره مخته ځي. زه وېره لرم که په ریکا کې مو پالیسي یوه نه وي، او د حکومت دواړه ډلې دوه سیاستونه او لیدلوري ولري، نو د تېر په څېر بې ګټې وي او منفي پایلې به ولري.''

ښاغلی مسعود وایي، د ریکا په شپږمه ناسته کې باید پنځمه ناسته وارزول شي او د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو پر وړاندې ستونزې او ننګونې تشخیص او د رفع کولو لپاره یې څرګند وړاندیزونه وشي.

ورته مطالب