هلمند کې ۷ پولیس په مرموز ډول وژل شوي دي

د انځور حقوق epa

د هلمند د ګرمسیر د بیرتاکه په سیمه کې د یوې امنیتي پوستې ۷ پولیس لومړی مسموم او بیا په ډزو سره وژل ښوي دي.

د هلمند د سیمه ییزې ادارې ویاند عمرځواک وایي، دغه پېښه د یوې توطیې له مخې رامنځته شوې او پر مهال یې ۷ ملي پولیس وژل شوي دي.

د دغه ولسوالۍ یوه باوري سرچینه وایي، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې.

سرچینه زیاتوي، چې برید کونکو د پولیسو د وژل کیدو وروسته وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.

که څه هم د ګرمسیر امنیه قومندان تیمور شاه نظري ځینو رسنیو ته ددغه خبر پخلی کړی خو د هلمند امنیه قومنداني په دې اړه بې خبری ښيي.

د راپورونو له مخې برید کونکو له پوستې يو رينجر موټر او د قوماندان ښایسته ګل يو شخصي موټر هم له ځان سره وړی دی.

وسلوالو طالبانو ددغه برید مسولیت پر غاړه اخیستی.

دغه ډله وایي، په دغه برید کې يې د پولیسو د قومندان ښایسته ګل په ګډون ۷ پولیس وژلي دي.

بل خوا د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمود اشنا وایي، د ګرمسیر پولیسو هغه مازدا موټر چې ۲۵۰۰ کیلوګرام چاودیدونکي په کې بار و نیولی دی.

د ښاغلي اشنا په خبره وسلوالو طالبانو هڅه کوله، دغه چاودیدونکي توکي شمالي هلمند ته ولیږدوي.

په دې اړه وسلوالو طالبانو څه نه دي ویلي.

ورته مطالب