غني: اسلامي هېوادونه باید د وحشت او تاوتریخوالي پیغام رد کړي

Image caption ښاغلي غني په هېواد کې د سیمه یيزو پانګونو هرکلی وکړ او ټینګار یې درلود چې خصوصي او حکومتي سکتورونه باید په ګډه کار وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن (سپتمبر څلورمه) د ریکا، افغانستان لپاره د سیمه ییزو همکاریو کنفرانس، ته په وینا کې وویل اسلامي هېوادونه باید د وحشت او تاوتریخوالي پیغامونه په کلکه رد کړي.

نوموړي وویل ترهګرې ډلې او تاوتریخوالی د نهیلۍ پیغام ورکوي او د هغوی تمرکز د بې ګناه خلکو پر وژلو او د فرهنګي مېراثونو په ورانولو او له منځه وړلو دی.

ښاغلي غني دغه راز زیاته کړه، افغانستان نه غواړي له نړۍ ګوښی اوسي او دا چې د ملي یووالي حکومت د دغه هېواد د پرمختګ لپاره ژمنه او سیاسي اراده لري.

نوموړي زیاته کړه افغانستان باید د ستونزو او فرصتونو انډول درک کړي، خپل عمده ملګري تشخیص او راتلونکې ته په دقت سره وګوري چې په جغرافیایي او سیاسي خنډونو لاس بری او د راتلونکې په لور مخ پر وړاندې ګامونه واخلي.

ده وویل که افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي، نو دغه هېواد د سیلانیانو لپاره ډېر ښه ځای دی.

افغان ولسمشر د وینا په ترڅ کې یادونه وکړه چې هېواد یې د زرګونو کلونو لپاره د آسیا او د ورېښمو له لارې د وصل نقطه وه چې د نړۍ سترې اقتصادي معاملې په کې ترسره کېدلې او بشپړه ترانسپورتي شبکه په کې موجوده وه.

Image caption د ریکا په کنفرانس کې د افغان حکومت پر لوړ پوړو چارواکو سربېره د نړۍ له ۳۰ څخه د زیاتو هېوادونو او ۴۰ نړیوالو سازمانونو چارواکو ګډون کړی دی.

ښاغلي غني په هېواد کې د سیمه یيزو پانګونو هرکلی وکړ او ټینګار یې درلود چې خصوصي او حکومتي سکتورونه باید په ګډه کار وکړي.

نوموړي وویل: "موږ باید د حکومتولۍ، پالیسۍ، علم او پوهې او په بنسټیزو برخو کې موجود خنډونه تشخیص کړو او د لرې کولو لپاره یې په عملي اقدامونو لاس پورې کړو."

افغان ولسمشر وویل، دې ته په پام سره چې په تېر کې افغانستان ته خپل موقعیت ستونزې پیدا کړې وې، هیله دا ده چې دغه مهم موقعیت وکولای شي په راتلونکو کلونو کې د سترو ګټو لامل شي.

د ریکا په کنفرانس کې د افغان حکومت پر لوړ پوړو چارواکو سربېره د نړۍ له ۳۰ څخه د زیاتو هېوادونو او ۴۰ نړیوالو سازمانونو چارواکو ګډون کړی دی.

د ریکا ناستې ګډونوال د ایران پر چابهار بندر، انرژۍ، طبیعي زیرمو او د اورګاډي پټلۍ پر جوړولو خبرې کوي. یوه پټلۍ یې چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران سره نښلوي او بل یې له تاجکستان څخه د افغانستان له لارې ترکمنستان ته غځېږي.

ورته مطالب