د څه باندې ۵۰ هېوادونو استازي په کابل کې غونډه وکړه

د انځور حقوق b

د څه باندې پنځوسو هېوادو او ټولنو استازي نن ( ۵ سپتامبر ) په کابل کې سره جرګه شول، چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د نړیوالو مرستو لپاره یوه لارنقشه وټاکي.

د لوړ پوړو چارواکو په نامه دغه غونډه کې له افغانستان سره پر بشري او امنیتي ژمنو خبرې وکړې.

دغه غونډه د افغانستان او نړیوالو مرسته ورکوونکو تر منځ د هغو ژمنو پرمختګ څېړي، چې په ۲۰۱۴ کال کې د لندن په کنفرانس او تر هغه مخکې په ۲۰۱۲ کال کې د توکیو په کنفرانس کې شوې وې.

د دغې غونډې د پرانستې پر مهال پرون ماښام ولسمشر محمد اشرف غني تر ډېره په دولتي ادارو کې پر پرمختګونو او د حکومت پروړاندې پر شته ستونزو او ننګونو خبرې وکړې.

د کرنې پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د بازار سیستم اصلاح کول، له اداري فساد سره مبارزه او د ترانزیتي لارو په جوړولو د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا هغه څه وو چې ولسمشر غني پرې ټینګار وکړ.

ولسمشر غني وویل:"د چارو اغیزمنتیا په ډېره ټېټه کچه کې ده ځکه چې موږ نه یو توانېدلي له خپلې پانګې په سمه توګه ګټه پورته کړو دا پاڼګه څه ده چې موږ ترې ګټه واخلو ځمکه اوبه انساني ځواک او موقعیت."

بل خوا ولسمشر محمد اشرف غني بیا په ننۍ ناسته کې د مالیې ورکړې پالیسي کمېټې په اړه وویل:" دوی به د مالیې د ورکړې په نوې پالیسۍ او اصلاحاتو، مخکې تر دې چې کابینې ته یې وړاندې کړي بحث او څېړنه وکړي. له ټولو ښکېلو ادارو سره سلا مشورې به له موږ سره مرسته وکړي، چې د وزارتونو او څانګو ترمنځ د ورته پروسیجرونو مخنیوی وکړي."

د انځور حقوق b

د ارګ پر فېسبوکپاڼه د ولسمشر غني له قوله ویل شوي، چې وايي غونډې ته یې وینا کې وویل:

"موږ له خپلو ژمنو سره سم عمل وکړ او ښځې مو د حکومت په لوړو پوسټونو کې وګومارلې، چې له ډلې یې د کابینې څلور وزیرانې، دوه والیانې او یوه د سترې محکمې د غړیتوب لپاره ونوموله. زموږ حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه اخلي."

د دغې غونډې په اړه د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی ویلي، چې افغان حکومت به د اصلاحاتو په برخه کې، د فساد سره د مبارزې په برخه کې، د ښه حکومتوالۍ په برخه کې او د دې ترڅنګ د عوایدو او په ګمرکونو کې د یو شمېر عصري وسایلو او عصري سیستمونو د عیارولو مسله او تر ټولو مهمه د د دولتي چارواکو د شتمني د ثبت موضوع په برخه کې د تره سه شویو کړنو په اړه به په دغه ناسته کې معلومات ورکړي.

په دغه ناسته کې به افغان مسوولین او د نړیوالې ټولنې هغه استازي، چې افغانستان په سیاسي او انکشافي مسایلو کې دخیل دي، برخه لري. د عبدالرحیمزي په وینا، د ناستې هدف دا دی، چې افغان حکومت هغه بنچ مارکونه چې ورته سپارل شوي وو د هغو د اجرا رپوټ ور کوي او یاد شاخصونه به وارزول شي.

ورته مطالب