بلخ کې نامعلومو وسله والو ۱۳ کسان وژلي دي

د انځور حقوق f
Image caption تر اوسه پورې د دغه برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی

د افغانستان په شمال کې وسلوالو کسانو دبلخ ولایت کې ۱۳ مساپر وژلي دی.

دبلخ ولایت پولیس وايي دغه کسان دزارع او کشنده ولسوالۍ تر منځ دلاری په اوږدو کې له له ګاډو کښته کړل شوي او بیا په ډزو وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. له مزارشریف نه د بي بي سي خبریال امیربریال په خپل رپوټ کې کاږي، چې د دغی پېښی د۱۳ وژل شویو مساپرو له ډلې نه ۱۰ ېې د سرپل دبلخاب ولسوالۍ او درې تنه ېې د بلخ د کشنده اوسیدونکي دي.

پېښه کې یوازي یوه مېرمنه ژوندي پاتې ده.

دغه مساپر په دوو سراچه ډوله ګاډو کې سپاره وو، چې غوښتل یې د بلخ د کشنده، زارع او شولګره ولسوالیو تر منځ په غرنیزي او پیچلي لارې مزارشریف ته لاړ شي.

د بلخ د امنیې قومنداني د امنیت آمرعبدالرزاق قادری وايي دغه کسان له مزارشریفه څه باندې سل کیلومتره لېري د لارې په اوږدو کې له ګاډو نه نامعلومو وسلوالو کښته کړي او په ډزو یې وژلي دي.

ښاغلی قادري وايي دغه کسان د زارع او کشنده ولسوالۍ تر منځ دلاري په اوږدو کې وژل شوي چې دوی یې په اړه څېړنه پیل کړې، خو وايي دا لا معلومه نه ده چې دغه کسان ولې او د چا له لوري وژل شوي دي.

د سرپل په ولایتي شورا کې د بلخاب ولسوالۍ یو وکیل محمد حسین مجاهد زاده وايي، چې وژل شوي ټول ملکي کسان دي. ښاغلی مجاهد وايي، ټول وژل شوي ملکي کسان او هټیوال دي، چې وايي ځینې پکې د یوی کورنۍ دوه درې کسان وروڼه او پلار هم شته، چې وايي مزارشریف ته د کورنو لپاره په سودا پسی روان وو.

د پېیښی سیمه غرنیزه ده او د بلخ له مرکزه شاوخوا سل کیلومتره لېری پرته ده.

تر دی وړاندې په دغی سیمه کې د وسلوالو کسانو له لوري د یوې خیریه موسسې د دفتر نهه تنه کار کونکي وژل شوی وو.

د زارع په ولسوالۍ کې دروان کال غبرګولي په میاشت کې وسلوالو کسانو دچیک جمهوریت دپین نومي موسسې ۹ کارکونکی وژلی وو. دغه رنګه په دغې لارې دروان کال دوري په میاشت کې دشولګرې ولسوالي په سیمه کې درې مساپر تښتول شوی وو

دغه راز په دغې لارې دوه ځله وړاندې هم مساپر د وسلوالو کسانو له لوری تښتول شوي دي.