هرات: علم مه مسموموئ، موږ له زده کړو لاس نه اخلو

په هرات کې د نجونو د مسمومیدو لړۍ نه ده ختمه شوې او نن هم په دوو ښونځیو کې په لسګونه نجونې مسمومې شوې.

د دې سره هممهاله په لسګونو مدني فعالانو د ښونې او روزنې د ادارې مخې ته اعتراضي غونډه جوړه کړه او د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره یې له حکومته وغوښتل، چې د دې ېیښو د عاملینو د نیولو لپاره دې جدي اقدام وکړي.

د والي ویاند احسان الله حیات وایي، چې د دوی څېړنې ښیي چې دا مسمومیت د بهرنیو لاس وهنو نتیجه ده، چې په ډګر کې جنګیدلی نه شي او اوس معارف نه شي زغملي.

محمد قاضی زاده په دې اړه خپل رپوټ کې لیکي: د ښونې او روزنې په بهیر کې د بیړنیو حالاتو د ارزونې په موخه نوې جوړه شوې کمیټه وايي، نن هم د شلو نه تر دیرشو تنو نجونو د مسمومیدو رپوټ وررسیدلی.

خو د نوموړې کمیټې ویاند سید خلیل موحد ټینګار کوي، چې په ټولو هغو نجونو کې چې د مسمومو شویو کسانو په نوم په روغتون کې راجستر شوې د مسمومیت نښې نه دي لیدل شوې.

د ده په وینا، دغو پېښو پر یوشمېر نجونو یوازې رواني اغیز کړی او ویرې له عادي حالته ایستلې.

د دی سره هممهاله نن په لسګونو مدني فعالانو په هرات کې د ښونې او روزنې د بهیر په ملاتړ او د دې پیښو د غندنې په موخه په یوه اعتراضي غونډه کې راټول شوي وو.

دوی د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره له دولته وغوښتل چې د دی پېښو د عاملینو د نیولو لپاره دې جدي اقدام وکړي.

د ښونې او روزنې مشر عبدالرزاق احمدي هم په دې غونډه کې د سیمې ځیني استخباراتي کړۍ یادې کړې، چې په وینایې پر ماشومانو هم رحم نه کوي.

خو نوموړي بیا دا هم وویل، که ځیني داسې شبکې موجودې وي چې د خپلو محدودو ګټو لپاره ټول جوړښت د ګواښ سره مخامخ کوي باید په دې پوه شي، چې د پوهنې مینه وال به ورته تسلیم نشي.

په تېره یوه اونۍ کې څه باندې ۶۰۰ نجونې په هرات کې مسمومې شوې.

ځیني دولتي سرچېنې وايي، که څه هم د پلټنو وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې خو داسې فکر کېږي، یو ډول تابلیت، چې په لمر کې مسمومونکې ګاز تولیدوي ښایي د دې پېښو لامل وي.

ورته مطالب