د بریتانیې پارلمان: افغان ژباړونکو ته دې پناه ورکړل شي

Image caption په تېرو کلونو کې بریتانیې یو شمېر افغان ژباړونکو ته پناه ورکړې ده.

د بریتانیې د پارلمان دفاعي کمېټې د دغه هېواد د فاع وزرات ته په یوه استول شوي لیک کې ویلي، هغو ۲۰۰ افغان ژباړونکو ته باید بریتانیا کې پناه ورکړل شي چې په تېرو کلونو کې یې د دغه هېواد له ځواکونو سره په افغانستان کې کار کړی دی.

په دغه لیک کې چې د پنجشنبې پر ورځ (سپتمبر لسمه) خپور شو، راغلي، ډېری دغه ژباړونکي په افغانستان کې له "څرګندو ګواښونو" سره مخامخ دي خو د بریتانیې حکومت لا هم چمتو نه دی چې دوی ته په پناه ورکړي.

د بریتانیې د پارلمان دفاعي کمېټې ویلي: "په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې لږترلږه یو افغان ژباړونکی وروسته له هغه ربړول شوی او وژل شوی چې له افغانستان نه یې د وتلو ناکامه هڅه وکړه".

دفاعي کمېټې زیاته کړې چې له "ملګرو او متحدینو" سره د بریتانیې حکومت دغه چلند "هېڅ د منلو نه دی".

دغې کمېټې د دفاع له وزارته غوښتي چې افغان ژباړونکو ته د پناه نه ورکولو دلیلونه ژر تر ژره په ډاګه کړي.

د روان کال په اپریل میاشت کې د بریتانیې رسنیو راپور ورکړ چې له طالبانو سره تړلو کسانو د افغانستان په ختیځ خوست ولایت کې پر یوه افغان ژباړونکي چې له بریتانویانو سره یې کار کړی و، برید کړی.

په برید کې افغان ژباړونکی او دوه کلن زوی یې ټپیان شوي وو.

د بریتانیې حکومت اعلان کړی چې یوازې هغو افغان ژباړونکو ته پناه ورکوي چې د ۲۰۱۲ کال له دسمبر میاشتې وروسته یې په افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی وي.

دوه اوونۍ مخکې د بریتانیې پوځ یوه پخواني افسر پر انلاین افغان ژباړونکو ته د پناه ورکولو په ملاتړ یوه غوښتنه خپره کړه.

د بریتانیا د پخوانيو پوځیانو او سیاستوالو په ګډون، تر اوسه څه دپاسه ۱۶۷ زرو کسانو دغه غوښتنه تاید او لاسلیک کړې ده.

ورته مطالب