د مزار شریف سلګونو خلکو پېژندپاڼو کې د افغان توري په ملاتړ لاریون وکړ

په مزار شریف کې سلګونه کسانو په بریښنایي پېژندپاڼو کې د قومیت ترڅنګ د افغان کلمې د لیکلو په ملاتړ لاریون کړی.

دغه لاریون کې د بېلو قومونو کسانو حضور درلود.

دغه کسانو د مزار شریف له فردوسي پارک نه د ولایتي شورا تر دفتر لاریون ته دوام وکړ او نارې وهلې، چې د ملي یووالي حکومت دې د بریښنایي تذکرو په اړه پټه خوله نه پاتې کېږي.

دوی د یوه پرېکړه لیک له لارې له دولت وغوښتل که يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي نو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

دوی په خپل پریکړه لیک کې چې د بلخ د ولایتي شورا غړو ته يې وسپاره ویل په بریښنایي تذکرو کې دې د ملت ترڅنګ دې په افغانستان کې د مېشت قومونو لکه ازبک، ترکمن، هزاره، نورستاني، پښتون، ایماق او تاجک نومونه هم ولیکل شي.

دغو لاریون کوونکو خپلو نارو کې ویل:" افغانستان زموږه ګډ کور دی. موږ ملي وحدت غواړو، وحدت زموږ قوت دی، افغان زموږه ملي هویت دی او هېچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ پر هویت تجارت وکړي".

په کونړ ولایت کې هم سلګونه کسانو په لاریون لاس پورې کړی او بریښنایي تذکرو کې ېې د قومیت ترڅنګ د افغان دکلمې د لیکلو غوښتنه کړې.

همدارنګه پرون په کابل کې د وردګو ولایت د ولسي شوراګانو غړو او قومي مشرانو په ګډون سلګونو کسانو غونډه وکړه. د دوی غوښتنه دا وه، چې په برېښنایي تذکرو کې د افغان او اسلام توري ولیکل شي.

ورته مطالب