د شاه شهید برید کې اغېزمن شوي حکومت په ناغېړۍ تورنوي

د کابل په شاه شهید سیمه کې د پولیسو په ډزو کې لږترلږه دوه لاریون کوونکی ټپيان شوي دي.

د شاه شهید سیمې اوسېدونکو نن له دې امله لاریون کړی وو چې وايي دولتي چارواکو په دغې سیمې کې د تېرې میاشتې خونړۍ پېښې د څېړنو په برخه کې بې پروايي کړې ده. په دغې چاودنه کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

لاریون کوونکو ددغې پېښې په اړه له ملګرو ملتونو د پراخې پلټنې غوښتنه وکړه.

احمد شاه انګار په دې اړه رپوټ کې لیکي: لاریون هله په تاوتریخوالي واوښت چې د شاه شهید د پېښې د لسګونو قربانیانو کورنیو او خواخوږو غوښتل د کابل ښار او کارته نو ترمنځ غځېدلی سړک د اعتراض په ډول بند کړي.

دوی پر دې سړک د اعتراض په توګه خیمه ودروله. لاریون کوونکي له امنیتي ځواکونو سره ونښتل چې په پایله کي یې دوه تنه ټپیان شول.

زه دلته له هغه شخص سره ولاړ یم چې امنیتي ځواکونو يې زوی په ډزو ټيی کړی دی، چې وايي:

''زه دلته خیمه دروم، تر هغو چې یم دغه سړک بندوم، تر هغه چې د کور برخلیک مې معلومیږي، نن ملي اردو زما پر زوی ډزې وکړې، زوی مې ټپي شو اوس مو روغتون ته بوت.''

یو بل تن لاریون کوونکی محمد داود وايي زموږ کور خراب شو، د کورنۍ درې غړي مو شهیدان شول، دا یوه میاشت کېږي هېچا زموږ پوښتنه ونه کړه، موږغوښتل په همدې موخه لاریون وکړو، دوی راباندې ډزې وکړې او زموږ ملګري يې ټپیان کړل:

''اوس موږ غوښتل پر دې سړک لاریون وکړو، پر موږ يې ډزې وکړې او دوه تنه يې ټپيان کړي، اوس مو روغتون ته یوړل، د دې پر ځای چې زموږ سره همکاري وکړي، لا نور مو وژني. ''

د حکومت مېلې او چړچې

یوه سپین سرې مېرمن چې دوه زامن يې د شاه شهید په برید کي وژل شوي، وايي حکومت پخپلو مېلو او چړچو بوخت دی، د ټپيانو لپاره يې یوه دوه بسکیټونه راوړل نور یې بیا پوښتنه هم لا نه ده کړې:

''پاچاهي دې چپه شه غني، همدا رقم ورځ دې خدای پر تا هم راولي، همدا زموږ ورځ دې خدای پر تاسې راولي. خدایه څه وکړو، دوه زامن خو مې شهیدان شول دا بل مو یې هم راته ټپي کړی.''

یوه میاشت وړاندې په همدې سیمه کې د یوه موټربم چاودنې شاوخوا ۱۵ تنه ووژل، تر ۴۰۰ زیات يې ټپيان کړل او خلکو ته یې په میلیونونو افغانۍ مالي زیانونه واړول.

ورته مطالب