"د ټاکنو نېټه د ولسمشر له موافقې وروسته اعلانوو"

د انځور حقوق AP

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي د پارلماني ټاکنو نېټه به په راتلونکو ورځو کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره له موافقې وروسته اعلان کړي.

دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې افغان ولسمشر د ټاکنيزو اصلاحاتو له ځانګړي کمېسون غوښتي د پارلماني ټاکنو لپاره يوه نېټه پېشنهاد کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي د پارلماني ټاکنو د نېټې اعلانول يوازې د ټاکنو کمېسون له واکونو څخه دی.

په دې اړه زموږ همکار عبدالله ستانکزی په خپل رپوټ کې لیکي، د ټاکنيزو اصلاحاتو ځانګړی کمېسون چې نژدې درې مياشتې وړاندې د ملي يووالي حکومت د مشرانو په سلا جوړ شو، د ټاکنو خپلواک کمېسون نه جلا خپلې دندې پر مخ بيايي.

د کمېسون مرستيال عبدالرحمن هوتکي وايي د ټاکنو نېټه به په راتلونکو ورځو کې د ولسمشر غني له موافقې وروسته اعلان کړي.

نوموړي وویل: "د ټاکنو خپلواک کمېسون مشرتابه تېره اوونۍ غونډه لرله او د دارلانشاء برخې ته يې دنده وسپارله چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره نوی مهالوېش چمتو کړي."

"دا کار نژدې بشپړ شوی دی. ډېر ژر به موږ له ولسمشر سره غونډه ولرو او د حکومت له موافقې وروسته به د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټه له خلکو سره شريکه کړو."

ښاغلی هوتکي زياتوي که حکومت ورسره مرسته وکړي د راتلونکو پارلماني ټاکنو لګښت به له ۱۱۷ ميليون ډالرو ۶۳ ميليونه ډالرو ته راښکته کړي.

خو په دې اړه يې څه و نه ويل چې دغه پیسې به نړيوال ورکوي او که لا له وړاندې يې چمتو کړې دي.

کمېسون ټينګار کوي چې د ټاکنو په قوانينو کې تعديل د ټاکنو کمېسون له صلاحيتونو دی او بدلونونه بايد يوازې له قانوني لارو چې اشاره يې ولسي جرګې ته وه، راشي.

د افغانستان پر ټاکنيز سيستم وروسته له هغه نيوکې وشوې چې د ولسمشرۍ په تېرو دوو دورو ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعاوې وشوې او د پړې ګوته د ټاکنو خپلواک کمېسون ته ونيول شوه، هغه څه چې دغه کمېسون يې ردوي.

ورته مطالب