افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودېدو د مخنیوي هڅې

د قانون له مخې، د شخړو د حل په موخه د اجباري واده عاملین په لسو کلونو زندان محکومېږي
Image caption د قانون له مخې، د شخړو د حل په موخه د اجباري واده عاملین په لسو کلونو زندان محکومېږي

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د کم عمره نجونو د ودېدو د مخنیوي لپاره یې پر یوې ملي طرحې کار پیل کړی. بل خوا د خوست قومي مشرانو اجباري ودونه منع اعلان کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په کم عمر کې د نجونو د ودېدو د مخنیوي په موخه یې یو ملي پروګرام پیل کړی دی.

ددغه وزارت د ځوانانو چارو مرستیال کمال سادات په یوه ناسته کې وویل، دغه طرحه لیکل شوې ده، چې دوه میاشتې وروسته به د کم عمره نجونو د ودېدو د مخنیوي په نامه په ملي کنفرانس کې وړاندې شي.

ښاغلی سادات زیاتوي، دغه طرحه د حکومت له خوا د ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په ملاتړ او همکارۍ چمتو شوې ده، چې د ټولنې د بېلابېلو ډل، مذهبي مشرانو او حقوق پوهانو نظرونه هم پکې راخیستل شوي.

Image caption افغانستان کې ۱۵ سلنه ودونه د ټيټ عمر پرمهال کېږي، خو ۴۶ نور بیا له ۱۸ کلونو په ټيټ عمر کې کېږي.

نوموړي په کم عمر کې د نجونو ودول یو ''نا اسلامي او نا انساني'' عمل وباله، چې په وینا یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه دا ده چې د ټولو دولتي او نادولتي سازمانونو په همکارۍ له پنځلس کلنۍ د ټیټ عمر د کسانو ودول ممنوع اعلان کړي.

د اطلاعاتو او کلتوز وزارت مرستیال دا هم وویل، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو د ارزونو پربنسټ، په افغانستان کې ۱۵ سلنه ودونه د ټيټ عمر پرمهال کېږي، خو ۴۶ نور بیا له ۱۸ کلونو په ټيټ عمر کې کېږي.

هغه وویل، سږ کال دغه شمېره ډېره شوې ده.

د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون قانوني عمر ته له رسېدو وړاندې واده ''تاوتریخوالی'' ګڼلی او اجباري ودونه یې د شخړو د حل په موخه جرم بللی، چې مرتکب یې په لسو کلونو زندان محکومېدی شي.

'اجباري ودونه دې منع شي'

پر همدې مهال، د افغانستان په سوېل ختیځ خوست ولایت کې قوي مشرانو پرېکړه کړې، چې د شخړو د حل په موخه دې اجباري ودونه ممنوع اعلان شي.

دا پرېکړه د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ییزو چارواکو له خوا شوې ده.