پغمان کې موټربم برید څلور کسان وژلي

محبوب الله محبي
Image caption د کابل سرپرست والي محبوب الله محبي د چاودنې په ځای کې سیمه کې بي بي سي ته وویل، په برید کې دوه ولسي وګړي، چې یوه مېرمن او یو ماشوم دی او دوه امنیتي کسان وژل شوي.

د کابل ولایت چارواکي وايي، پغمان ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو یو ډک ډاینا موټر د ولسوالۍ پر ودانۍ جنګول شوی، چې د دوو امنیتي کسانو په ګډون څلور کسان پکې وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.

د کابل سرپرست والي، محبوب الله محبي د پېښې په سیمه کې بي بي سي ته وویل ''ګومان کېږي چې یو ډاینا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، پر سر یې د انګورو کرېټونه اېښي وو، په پټه پغمان ولسوالۍ ته راځي او د ولسوالۍ پر شاتني دېوال جنګول کېږي، په برید کې څلور کسان وژل شوي، یو د پغمان جنايي آمر او یو ساتونکی دی دوه عام ولسي وګړي دي.''

د برید انځورونه وګورئ

نوموړی د سیمې د هټیوالو له قوله وايي، کله چې دغه ډاینا د دوی دوکانونو ته ورسېده، دوی ترې وغوښتل، چې انګور یې واخلي، خو چلوونکي ویل، چې نه یې خرڅوي او غواړي مخکې سیمې ته یې یوسي.

بل خوا، د پغمان ولسوال موسی خان وویل، د برید پرمهال نوموړی د ولسوالۍ د ننه و، هرې خوا لوخړې وې، چې په وینا یې دا د سیاه سنګ له چاودنې کمه نه وه.

وړاندې، د کابل ولایتي شورا مشر عبدالرحمن هاشمي، چې د پېښې په ځای کې و، بي بي سي ته وویل، امکان لري چې د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د موټرو تمځي کې له چاودېدونکو توکو ډک موټربم چوول شوی وي.

ښاغلی هاشمي زیاتوي، چاودنه ډېره زوروره وه.

نوموړی وايي، سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي.

د انځور حقوق

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د پغمان ځانمرګی برید ددوی له خوا شوی، چې په وینا یې د جنايي آمر په ګډون لسګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان دي.

نوموړی وايي، په وژل شویو امنیتي کسانو کې یو د عبدر رب الرسول سیاف کس دی.

ورته مطالب