افغان ځواکونو د موسی کلا ولسوالۍ د ودانۍ د نیولو ادعا کړې

د انځور حقوق Reuters

افغان ځواکونو تېره شپه (سپتمبر ۱۶مه) د موسی کلا ولسوالۍ ودانۍ او د افغان پوځ یوه لویه پوځي اډه له جګړې پرته له وسلوالو نیولې ده.

د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالمجید اخندزاده بي بي سي ته ویلي، لسګونه وسلوال له موسی کلا څخه د کجکي ولسوالۍ ته د جګړې لپاره تللي ځکه نو امنیتي ځواکونو پرته له مقاومته یادې سیمې بېرته نیولې دي.

وسلوالو طالبانو څو اوونۍ وړاندې موسی کلا ولسوالۍ له درنې جګړې وروسته له افغان ځواکونو نیولې وه، چې پر مهال یې ګڼې وسلې هم د وسلوالو لاسته لوېدلې وې.

بل خوا د کجکي ولسوالۍ څخه راپورونه ښیي چې لسګونه ترکي انجنیران د کجکي د برېښنا له فابریکې د چورلکو په مټ کندهار ته تللي دي.

دغو انجنیرانو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د کجکي بند د دریم توربین د نصب چارې پر مخ وړلې.

د هلمند د ولایتي شورا غړي او د کجکي اوسېدونکي عبدالمجید اخندزاده د انجنیرانو تګ موقتي بللی او لامل یې په سیمه کي د وسلوالو طالبانو پرمختګ او د امنیتي ساحې تنګ والی بولي.

ښاغلی اخندزاده وایې نن سهار سیمې ته لسګونه ځانګړي افغان ځواکونه رسېدلي خو په وینا یې لا هم جګړه روانه ده .

له هغه راهیسې چي د هلمند په شمال کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ نښتو زور اخیستې، مخابراتي شبکو هم د وسلوالو په غوښتنې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

ورته مطالب