وسله والو په ننګرهار کې له پنځوسو ډېر ښوونځي تړلي

د انځور حقوق
Image caption د ننګرهار دښونې او روزنې دادارې ویاند محمد اصف شینواری وايي که د ښونځیو د بېرته پرانستلو چاره ونه شي، ودانۍ او درسې توکې به یې هم له منځه لاړ شي

د ختیځ ولایت ننګرهار د ښوونې او روزنې چارواکي وايي په هسکه مېنه، اچین او کوټ ولسوالیو کې واکمنې وسلوالې ډلې له ۵۰ ډېر ښونځي تړلي دي.

د سیمې خلک وايي دغه ښونځي په اسلامي دولت نومې ډلې پورې اړوندو وسلوالو تړلي دي.

د شمېرو تر مخه په دغو ښونځیو کې شاو خوا ۳۰۰۰۰ زده کونکو زده کړې کولې.

سیمه ییز قومي مشران وايي د ښونځیو د پرانیستو لپاره ېې هڅې پیل کړي، خو وايي لا هم څه په لاس نه دي ورغلي.

که څه هم د ننګرهار د ښونې او روزنې چار واکي مخامخ د کومې ډلې نوم نه یادوي خو ځايي خلک او قومي مشران وايي داسلامي دولت یا داعش وسلوالې ډلې د ښونځیو د تړلو دستور ورکړی.

د ننګرهار دښونې او روزنې دادارې ویاند محمد اصف شینواری وايي که د ښونځیو د بېرته پرانستلو چاره ونه شي، ودانۍ او درسې توکې به یې هم له منځه لاړ شي.

نوموړی وايي د نجونو او هلکانو پر ښونځیو سر بېره د یو شمېر مدرسو زده کونکي او ښونکي هم له ورته برخلیک سره مخامخ دي.

د دغو ولسوالیو اوسیدونکي وايي د وسلوالو طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې تر منځ جګړو يې ژوند ورتریخ کړی دی.

د هسکې مېنې یوه قومي مشر چې د نوم خپرول ېې نه غوښتل، بي بي سي ته وویل د ولسوالۍ نژدې ټول ښونځي یې تړل شوي او ښوونکي او زده کونکي يې له لوست او زده کړو را ګرځول شوي دي.

په اچین کې د کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو پرتله ډېر لږ ښونځي تړل شوي دي.

ولسوال غالب مجاهد هیله من دې چې په راتلونکو څو ورځو کې به د جرګې پر مټ په دغې ولسوالۍ کې تړل شوي ښونځي پرانیستل شي.

نوموړی وايي ښونځي په هغو سیمو کې تړل شوي چې د اسلامي دولت ډله پکې واکمنه ده.

سره له دې چې ولسوال غالب په اچین کې د ښونځیو د بیا پرانیستو اټکل کوي خو د نورو سیمو قومي مشران بیا وايي هڅو ېې تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.

د ښوونې او روزني وزارت هم مني چې د ننګرهار په هسکه مېنه کې یو شمېر ښونځي تړل شوي او وا يي چې په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم دغه ګواښ ډېر شوی دی.

وزارت د ټولو تړل شویو ښونځیو شمېر نه ښيي ،خو وايي د بېرته پرانیستو هڅې ېې روانې کړي.

د ښونې او روزنې وزارت له ښکېلو ډلو غوښتنه کوي چې له ښونځیو سیاسي ګټه نه اخلي.

په ننګر هار کې تر دې وړاندې د ښونځیو د تړلو کومه پېښه نه ده رپورټ شوې. خو له کله نه چې د اسلامي دولت ډله او وسلوال طالبان د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې سره ونښتل، نه یوازې ښونځي وتړل شول، بلکې ډېر شمېر کورنۍ د سیمو پرېښودو ته اړ شوې.

که څه هم ځايي چارواکي د ښونځیو د تړلو پړه پر نوې راپورته شوې وسلوالې ډلې وراچوي، خو دغې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

دا لا نه ده روښانه چې د ښونځیو تړل په دغه سیمه کې د تازه را پورته شوې ډلې کلک دریځ دی او که د جګړوله امله لنډ مهاله پرېکړه ده.