افغان حکومت د پاکستاني چارواکو ادعا بې بنسټه وبلله

د انځور حقوق epa
Image caption پېښور کې د هوايي ځواکونو په یوه مرکز د پاکستاني طالبانو په ډله ییز برید کې ۲۶ پوځيان او ۱۳ برید کوونکي ووژل شول.

افغان حکومت د پاکستاني چارواکو هغه ادعا په کلکه رد کړې چې وايي په پېښور کې د تېرې جمعې ورځې برید په افغانستان کې طرحه شوی او له دې ځایه کنټرولېده.

د ولسمشرۍ ماڼې د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي بي بي سي ته وویل افغانستان خپله د تاوتریخوالي او ترهګرۍ قرباني دی.

ښاغلی هاشمي وايي هېچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي:

''موږ هغه ادعاوې چې ګواکې دغه برید په افغانستان کې طرحه شوی او یا کنترول شوی بې بنسټه بولو او په کلکو ټکو یې غندو. افغانستان خپله د ترهګرۍ قرباني دی او تر بل هر چا په دې برخه کې دردونه او رنځ ښه احساسوي. نو له همدې کبله په پېښور کې د تېرې ورځې پېښې قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښيو.

موږ هېڅکله هم کوم ډلې، کس او یا حکومت ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادو پر ضد وکاروي.''

د انځور حقوق EPA
Image caption باجوه زیاتوي، د پاکستان څارګرو ادارو د برید په تړاو څېړنه کې یې د برید کوونکو غږونه ثبت کړي، چې له پاکستاني طالبانو سره یې تړاو درلود او ټول بریدګر له افغانستان نه برید ته ورغلي وو.

له دغه برید نه څو ساعته وروسته د پاکستان پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه وویل، دغه برید له افغانستان نه کنټرولېده.

نوموړي ویلي وو، په پېښور کې شوې پېښه په افغانستان کې طرحه، شوې له هماغه هېواده پاکستان ته برید کوونکي استول شوي او له همدې هېواده کنټرولېده.

باجوه زیاتوي، د پاکستان څارګرو ادارو د برید پرمهال څېړنه کې د د برید کوونکو غږونه اورېدلي، چې له دې جوتېږي، دا برید د پاکستاني طالبانو پر تحریک پورې اړوندې یوې ډلې کړی، چې په وینا یې ټول بریدګر له افغانستان نه برید ته ورغلي وو.

ده دا هم وویل ''هېڅ داسې سوچ هم نه شم کولی چې د افغانستان دولت دې په دغه پېښه کې لاس ولري.''

نوموړی وايي، دا برید په قبایلي سیمو کې د پوځ د عملیاتو پر وړاندې د پاکستاني طالبانو غبرګون بللی دی، چې په وینا یې د عملیاتو پایلې ښې وې.

Image caption پاکستاني طالبانو ددغه برید پړه پر غاړه اخیستې وه.

د تېرې جمعې په ورځ، د پاکستان پوځ ویلي وو وسله والو طالبانو د پېښور په ښار کې د پاکستان د هوايي ځواکونو پر اډې برید کړی وو، چې لږترلږه ۴۳ کسان پکې ووژل شول.

پاکستاني طالبانو ددغه برید پړه پر غاړه اخیستې وه.

ورته مطالب