افغانستان: د 'ټاپي' پروژې پر وړاندې موږ هېڅ خنډ نه لرو

د انځور حقوق BBC World Service

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر داود شاه صبا وايي په ټاپي پروژه کې د افغانستان پر وړاندې شته خنډونه لېرې شوي دي.

نوموړي دغه خبري نن (شنبې، سپټمبر ۱۹مه) په کابل کې د یوې غونډې پرمهال وکړې.

هغه وویل افغانستان او ترکمنستان موافقه وکړه چې نور به د تېلو‎‎ او ګازو رانیول او خرڅول د دواړو حکومتونو ترمنځ وي.

دوه ورځې وړاندې د افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی ترکمنستان ته تللي وو چې له ترکمن چارواکو سره پر ټاپي او نورو پروژو خبرې وکړي.

داود شاه صبا وویل: "د ټاپي د پروژې نه چې په کومه مقدار موږ ګاز تر لاسه کاوه، د هغه الزاماتو سره متناسب نه وو چې افغان دولت يې په ټاپي پروژوه کې پر ځای کوي، په ټاپي پروژه کې زموږ د پانګونې مقدار دولس نیم سلنه ده، خو په هغه بهترین شکل موږ ته چې يې کوم مقدار ګاز راکاوه هغه یو نیم سلنه وو. اوس موږ دغه ستونزه حل کړه، موږ هوکړه وکړه په هر اندازه چې موږ ته ګاز راکول کیږي په هغه اندازه به پانګونه کوو، کوم زیان چې زموږ خلکو ته رسېدي هغه اوس له منځه ولاړي".

په غونډه کي د مالې وزیر اکلیل حکیمي وویل ددې سفر په ترڅ کې پر یوولسو موضوعګانو خبرې وشوې. لکه اورګاډي پټلۍ چې د افغانستان له لارې به ترکمنستان او تاجکستان سره نښلوي، افغانستان او د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته د برېښنا لیږدول.

همدارنګه د افغانستان له لارې ترکمنستان ته د نوري غځول، د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د هوايي کرښې جوړول، د غالیو صنعت او د ټاپي پروژه د خبرو مهم اړخونه وو.

ښاغلي حکیمي وویل د یادو ۱۱ موضوعاتو په اړه هوکړه لیکونه افغان ولسمشر څلورمیاشتې وروسته د ترکمنستان د خپلواکۍ د شلمي کلیزي د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون پر مهال لاسلیک کړي:

"په پام کي ده چې د نومبر په میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په عشق اباد کې ګډه اقتصادي غونډه وشي، تر هغه وخته به تخنیکي پلاوي تخنیکي موضوعات بشپړ کړي. کوم وخت چې د نومبر په میاشت کې دوه اړخیزه اقتصادي غونډه پای ته ورسېده، نو ولسمشر د ترکمنستان د بې طرفۍ په شلمه کلیزه کې ګډون کوي چې په عشق اباد کې د ډیسمبر په میاشت کې جوړیږي. موږ به تر هغه وخته د هوکړه لیکونو موضوعات بشپړ کړو، ولسمشر به يې هلته لاسلیک کړي. بیا به د دواړو هېوادونو خلکو ته معلومات په بشپړ ډول وړاندې شي."

ښاغلی حکیمي وايي د دوی د سفر پر مهال د ترکمنستان له حکومت سره د غنمو پر رانیولو هم هوکړه وشوه.

د انځور حقوق mof
Image caption په غونډه کي د مالې وزیر اکلیل حکیمي وویل ددې سفر په ترڅ کې پر یوولسو موضوعګانو خبرې وشوې. لکه اورګاډي پټلۍ چې د افغانستان له لارې به ترکمنستان او تاجکستان سره نښلوي، افغانستان او د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته د برېښنا لیږدول.

دغه راز د ټاپي د پروژې لپاره به سلګونه ځوانانو ته په ترکمنستان کی د زده کړو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به د افغانستان له لارې پاکستان او هند د ګازو نل لیکه وغځوله شي.

ورته مطالب