اوازې چې غوښتل مې ویې سپړم

Image caption له کابله مو چې سهار سفر پیل کړ فلم اخیستونکی عطاء الله او موټر چلونکي نذیر سره مې د ډاډ خبرې غځولې.

په افغانستان کې خلک له جګړه ییز حالت سره نا اشنا نه دي، خو وخت پر وخت د جګړې بڼې بدلېږي. دا اوس د دغه هېواد په ختیځو څنډو کې د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې یا ''داعش'' حضور د خلکو په زړونو کې د جګړې د یوې بلې څپې وېره راپورته کړې ده.

دغه جنګیالي تر ډېره په ننګرهار کې واکمن دي، هلته چې له پخوا د طالبانو او حکومت مخالف نورې ډلې وې. په وروستیو کې د کابل ننګرهار لاره هم له ډېرو ننګونو سره مخ ده. د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي د ننګرهار شینوارو ته ورغلی او د خپلو سترګو لیدلی حال راته وایي.

ماته د جګړه ییزو سیمو سفرونه نوي نه و خو تګ داسې سیمې ته و چې نوې اوازې او د جګړې بله بڼه په کې انځور وه. له کابله مو چې سهار سفر پیل کړ فلم اخیستونکی عطاء الله او موټر چلونکي نذیر سره مې د ډاډ خبرې غځولې. هغوی هر یوه راته د توکل په خدای سرښوراوه خو د سترګو په کونجونو کې مو یو بل ته کتل- پوهېدم چې یاران مې هومره ډاډمن هم نه دي.

د کابل جلال اباد لارې په اړه مو اورېده چې تښتونې او د وسله والو بریدونه پکې شته. دا لاره په ټرافیکي پېښو هم مشهوره ده ځکه مې د ماهیپر په کږلېچونو کې موټر چلونکي ته د ا حتیاط غږ کاوه ا وچې یو څه مزل مو وکړ د دوه موټرو د جنګېدو پېښه مو تر سترګو شوه. موټرې له ډېره زوره په یوه بل کې ننوتې وې. و مو ویل چې یوه سپرلۍ به هم په کې روغه نه وي پاتې.

ښوونځی او ماشومان مو ولیدل چې د سړک په غاړه ناست و. د همدغه موټر سپرلۍ وې. ټپیان لیږدول شوي و خو امنیتي ډار زموږ د موټر ځغاسته نه راکموله. د کابل له وروستۍ سیمې سروبي واوښتو. تښتونې ډېرې په تنګي سیمه کې کېږي. د موټرو ګڼه ګوڼه وه. موټر چلوونکي تندي ته ټک ورکړ چې ځه نو لاره بنده ده خو نه بخت مو تور نه و. د ملي پوځ سرتېرو اشاره راته وکړه چې ځئ!

د انځور حقوق f
Image caption سبا مو تکل شینوارو ته و. هلته چې د اسلامي دولت نومې ډلې په اړوند بېلا بېلې اوازې خپرې وې.

دلته وسله والو په افغان ځواکونو برید کړی و. د مرګ ژوبلې کوم څه نه ښکارېدل خو وېره احساسېده. په درې نیمو ساعتونو کې جلال اباد ته ورسېدو. جلال اباد ښار هم د نا امنیو پېښې لرلې. په هماغه ماښام د دې لپاره چې ستړیا مو یو څه پسې واخلو د هوټل په غولي کې ګرځېدم چې د ګلونو یو څه انځورنه واخلم او یوه ګړۍ له کاري چاپیریاله لرې اوسم.

د هوټل یوه کارکونکي غږ راته وکړ، وروره! ډېره بده پېښه وه. ماشوم په کې وژل شوی. خپلې سرچینې مې وغږولې د جلال اباد ښار په خالص فامیلیو کې د بم چاودنې یو قومي مشر له خپل لمسي سره وژلی و او څو نور ټپیان و. همدغه ګړۍ د هغې لارې خبر هم راغی چې موږ پرې راتېر شوي و او په ماښام وسله والو شپږ تنه له موټره ښکته کړې و.

سبا مو تکل شینوارو ته و. هلته چې د اسلامي دولت نومې ډلې په اړوند بېلا بېلې اوازې خپرې وې. زما ډېره لیوالتیا هلته وه. د جلا اباد تورخم په لاره مو تګ و. د غازي امان الله خان مېنه چې کلونه کېږي ودانه شوې او یو ښکلی ځای دی، ورته پښه نیولی شوم. خلکو راته وویل د دې مېنې اروا الوتې او څوک زړه نه ښه کوي ورته راشي کنه ښکلي کورونه هم ودان شوي.

چاپيریال یې خوندور دی. د ګلونو باغچې او ښایسته سړکونه خو دا د شتمنو خلکو کورنه دي. هغوی په کې له وېرې نه شي اوسېدی نو د بې وسه خلکو بخت په کې ویښ شوی او ژوند په کې کوي. دغلته د افغانستان د کرېکټ تر ټولو مشهور لوبغالی هم جوړ دی. د مېنې یوې څنډې ته ورسېدو چې ودانۍ لا بشپړې شوې نه دي خو د کنډرو په کړکیو کې یې دا درک کېده چې څوک په کې مېشت دي.

Image caption نور مې جلال اباد پرېښود خو د ښار انځور کې راته مالومېده چې د شینوارو د کیسو سیوری پرې غوړېدلی او هر یو د ماښام له تیارې مخکې کورته د تلو لار ګوري.

دغه برخه کې سړکونه هم نه دې جوړ شوي. ماشومان مې په ډاګه د یوه جوړ شوي تناره په غاړو ایبله پښې ولیدل. یوې ماشومې نورو ته ډوډۍ ټوټه کوله. دا د اچین ولسوالۍ د مامندو سیمې هغه کورنۍ وې چې د ''اسلامي دولت'' یا ''داعش'' نومې ډلې له چلنده دلته کډه شوې دي.

په دوی کې مې هغه ۱۳ کلن هم ولیده چې پلار یې وسله والو وژلی و او ده ته د کورنۍ ټولې چارې ورترغاړې وې. ځیرک و. ویل یې په دې هم خوښ یم چې دغه کنډر ودانۍ کې مې یو څو شپې پرېږدي ځکه څښتن یې هره ګړۍ راته وایي چې زموږ له کوره وځئ.

هغوی لومړی په موږ فکر وکړ چې ګوندې مرستندویه کارکونکي دي. ځوانانو غږ کړ لږ تم شئ. زموږ مشران درته راځي. موږ د یوه دیوال سیوري ته ولاړو چې یو سپین ږیری سړی، پګړۍ یې تړلې او په مخ کې یې ښکاري چې غم یې لیدلی، راغی. ملک ناموس و. ویل یې:

د ډیورنډ کرښې هاخوا خلک

''اسلامي دولت'' ډله په ډېر هنر زموږ په سیمه کې پیدا شوه. ډېر یې د ډیورنډ له کرښې هاخوا خلک دي. اول یې د ځای پیدا کولو لپاره ویل چې موږ مسافر یو. له چاسره کار نه لرو خو څو ورځې وروسته هم هغو مسافرو تورې جامې واغوستې او په بیړه یې د سیمې د ولکه کولو خواري پیل کړه. د ټوپک شپیلۍ یې د تمې خلاف د طالب جنګیالیو تندي ته ونیوله. جګړه شوه. طالبان چې پوهېده زور يې نه رسي، سیمه یې پرېښوده خو عام وګړي لا پاتې وو. موږ شل تنه حکومت ته راغلو. حالت مو ورته ووایه.

د حکومت ځواب دا و چې پورته شئ، پاڅون وکړئ، موږ درسره یو. خلک پورته شو. وسلې مو نه درلودې هغو ورځو کې. څو بریدونه وشو چې د اسلامي دولت نومې ډلې ځینې مشران پکې ووژل شول. له دې سره بس په هر کور کې د سر سړی په نښه شو او ورته ویل کېده چې تاسو د حکومت جاسوسان یاست. بله لار مو نه وه. کلی کور مو پرېښود.

د ملک ناموس په لاس کې د شنو چای پياله لړزېده او له نورو ځوانانو سره یې هلته د یرغمل شویو کلیوالو کیسه کوله. یو سړی يې یاداوه چې وژل شوی. نورو ویل نا لا يې ویډیو نه ده خپره شوې.

ملک ماته مخ واړاوه. هغه سپین ږیری چې داعش په بمونو کینولی تا یې ویډیو لیدلې؟ هغه زما ورور و. د کار او خبرې سړی و. په دې ناسته کې د اوږدې ږیرې یو سړی چې خبرو ته يې وخت نه درلود، ویل یې، د جمعې لمونځ ترې قضا کېږي خو وايي، دومره درته وایم ما د داعش زندان تېر کړی. ډېرې شکنجې دي. موږ له ۳۰ ډېر کسان په یوه خونه کې بندیان وو. د ورځې اته ډوډۍ ټولو ته راوړل کېدې.

په ناستو ځوانانو کې دوه تنه ووتل. څو دقیقې وروسته یې ډوډۍ راوړه خو زما له ستوني نه تېرېده ځکه د تناره په غاړه مې د ماشومانو بي وسي لیدلې وه. دوی نور د غم خبرې بس کړې. ټول په خندا شول. ویل یې، ډوډۍ پیدا کېږي خو کاش خپلې د عزت مېنې مو وی ځکه دا ډېره بده ده چې د کنډر څښتن راځي او وایي ځان ته سرپنا پیدا کړئ.

موږ همدلته له دوی سره مخه ښه وکړه او د شینوارو په لور روان شو چې هلته هم وګورو رېښتیا څه دي. د بټي کوټ یو اوسېدونکی را سره شو، په موټر کې راسره پر همدې دې غږېده. دی له طالبانو زړه خوړینی و نو ځکه یې نظر ''اسلامي دولت'' نومې ډلې ته ورکوږ و، ویلې د طالبانو د ورکولو ښه درمل دي .

ومې پوښت چې هلته رېښتیا ''اسلامي دولت'' ډلې خلکو ته ویلي که څوک کونډه په کور کې ولري، پر مېنه دې بیرغ ولګوي او یا هم ښځې له کوره د باندې کروندو ته نه شي تللی؟ سړي ویل هو خو که اسلامي شریعت غواړئ نو خو باید همداسې وشي. ډېرې خبرې یوازې اوازې دي خو دا سمه ده. د باندې د ښځو ګرځېدل منع شوي او د شینوارو قوم ځینې دودونه هم ننګول شوي.

Image caption د اچین یوې سیمې ته ورسېدو. د جوارو له ولاړو کروندو وېره راوتله ځکه پخوا هم له دغو کروندو جنګیالیو چرکي بریدونه کړي وو.

د اچین یوې سیمې ته ورسېدو. د جوارو له ولاړو کروندو وېره راوتله ځکه پخوا هم له دغو کروندو جنګیالیو چرکي بریدونه کړي وو. په تېرو کلونو امریکایي پوځیانو د جوارو کرل بند کړي و. هره خوا چې تلو، هېچا له نورو سره خبرې نه کولې. د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې جنګیالیو خپلو سیمو ته زموږ د ورتګ یو شرط دا ایښي و چې موږ به د خبریالۍ وسایل له ځانه سره نه وړو نو موږ هم تیار نه شو او بېرته جلال اباد ته را وګرځېدو.

جلال اباد د افغانستان له مهمو ټرانزیټي او سوداګریزو ښارونو دی. د همدې کال په اپریل کې دغلته یو زورور ځانمرګي برید چې د یوه بانک مخې ته وشو لسګونه کسان ووژل لومړنی لوی برید و چې اسلامي دولت نومې ډلې یې پړه واخیسته. بانک اوس تړلی دی.

نور مې جلال اباد پرېښود خو د ښار انځور کې راته مالومېده چې د شینوارو د کیسو سیوری پرې غوړېدلی او هر یو د ماښام له تیارې مخکې کورته د تلو لار ګوري.

ورته مطالب