غني: ډېره توجه به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه والي ته وي

Image caption د یوې اونۍ جګړې لګښت یوه ولسوالۍ او د یوې میاشتې لګښت یې یو ولایت ابادولی شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، راتلونکي مني او ژمي کې به یې د حکومت ډېره توجه د هېواد اقتصادي حالت ښه والي ته وي.

ښاغلی غني وایي، افغانستان په تیرو څو میاشتو کې د سیمه اییزو مرستو د مخکښانو په ډله کې و او همدا هڅې د دې لامل شوې، چې سیمه اییزې مرستې ورځ تر بلې پیاوړې شي.

نوموړي د لوی اختر په مناسبت یې خبرې کولې وویل، هیله مند دی، هغه کارونه یې چې د تیرو میاشتو مودې کې کړي ښې پایلې به ولري.

"هیلې مو ډېرې دي، کوم بنسټیز کارونه چې مو په تېرو میاشتو کې کړي پایلې به یې ښې وي په مني او ژمي کې به مو ډېر ټینګار د هېواد په اقتصادي حالت وي. موږ د جګړې غوښتونکي نه یو د سیمه ایزو مرستو مخکښ یوو او سیمه اییزې مرستې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي."

د هغه په خبره هغه لاسته راوړنې، چې له ترکمنستان سره یې له همکارۍ تر لاسه کړې، د افغانانو ژوند کې به د بنسټیز بدلون لامل شي.

د نوموړي په خبره لومړی ځل د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد طرح ( ټاپي ) له کاغذونو اجرایي پړاو ته ورسیده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ټاپي پروژه چې اته میلیارده ډالره ارزښت لري د ۲۰۱۰ میلادي کال په پای کې لاسلیک شوه

سره له دې چې ولسمشر غني په خپل اختریز پیغام کې د دولت د کومې مخالفې ډلې نوم وا نخیست خو وویل، چې اوس د بین الافغاني سولې امکان ډېر دی.

"د نورو وختونو په پرتله اوس د بین الا فغاني سولې امکان ډېر دی. موږ هر یوه د جګړې بیه پرې کړې ده په ځانګړې توګه ځوانانو چې د کار لپاره بهر ته تللي او هغه کورنۍ چې په کړاو کې ژوند کوي. دا ټول د جګړې لګښت دی."

ښاغلي غني وویل، چې د افغان جګړې یوې اونۍ لګښت دومره دی، چې یوه ولسوالۍ ودانولی شي او د جګړې دا لګښت هر افغان ورکړی.

ښاغلي غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو درناوی وکړ او له خلکو یې غوشتنه وکړه چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې افغانستان د پایښت په ازموینې کې بریالی شوی دی.

نوموړي د لوی اختر له لمانځه وروسته د افغانستان د هندوانو او سیکانو له استازو سره ولیدل.

Image caption دغه پروژه هر کال دیرش میلیارده متر مکعب ګاز لیږدوي، چې ښايي څلورو غړو هیوادونو ته پریمانه ګټه ورسوي تمه کېږي، چې د افغانستان په دننه کې به د دغې نلیکې په مرسته ۱۲ زرو بې روزګارو کسانو ته د کارزمینه برابر شي

غني وویل، چې د دغو خلکو له ستونزو خبر دی او د دوی د ځمکو د غضب او د مړو د سوځیدود ځای نشتوالي ستونزې به هوارې کړي.

د افغانستان هندوانو او سیکانو څو څو ځله شکایت کړی، چې په تېرو دریو لسیزو کې یې ځکمې غضب شوې دي.

او هغه ځای هم ترې نیول شوی، چې دوی په کې خپل مړي سوځول اوس له نا چارۍ مړي نورو هیوادونو ته وړي او هلته یې سوځوي.

ولسمشر غني د دغو لیږکیو له استازو سره ژمنه وکړه، چې د مړو د سوځولو لپاره به یې ځانګړی ماشین وپیري.

ورته مطالب