افغان امنیتي چارواکي: د ''اسلامي دولت'' ۸۵ جنګیالي مو وژلي

د انځور حقوق ISLAMIC STATE

د افغانستان د ملي امنیت اداره واييو د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې یې د ګډو عملیاتو او بې پیلوټه الوتکې بریدونو پایله کې د ''اسلامي دولت'' ډلې ۸۵ غړي وژلي دي.

وړاندې ویل شوي وو چې دغې ډلې په سیمه کې د پولیسو پر ځینو پوستو بریدونه کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د تېر لوی اختر پر درېیمه یې د ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ''اسلامي دولت'' پرضد عملیات پیل کړي، چې په وینا یې ددغې ډلې لږترلږه یوپنځوس کسان پکې وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

بل خوا، د ننګرهار چارواکي وايي د یکشنبې په ګهیځ د ''اسلامي دولت'' وسلوالو په اچین ولسوالۍ کې د ملي او سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، چې جګړه تر ناوخته روانه وه.

د اچین ولسوال حاجي غالب وايي په جګړه کې تر اوسه دوه پولیس وژل شوي او څلور ټپیان دي:

''په دې بریدونو کې زموږ دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، د ''اسلامي دولت'' ۳۵ کسان وژل شوي او ټپیان دي. دا جګړه داعشیانو پیل کړې ده، خو دوی پخپله نه دي، بلکې د پاکستان پوځ جنګېږي، داسې وسلې لري، چې نور هېڅوک یې نه لري.''

نوموړی تور لګوي چې جګړه پاکستاني پوځیانو کوله، خو پر شا يې تمبولي دي.

دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار کې د افغان ځواکونو پر پوستو د ''اسلامي دولت'' وسلوال بریدونه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، په اچین او کوټ ولسوالیو کې د شاهین صفر ۹ په نامه ځانګړي عملیات د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېدل، چې په وینا یې هدف یې ''اسلامي دولت'' ډلې ته ماتې ورکول وو:

''په دې عملیاتو کې د ''اسلامي دولت'' ۵۱ غړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. درې موټر او نور مهمات د پولیسو لاس ته ورغلي.''

چارواکي وايي د هوايي ځواک په مرسته يې ګڼ وسلوال وژلي او بېرته يي پر شا کړي.

د انځور حقوق MoI
Image caption د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، په اچین او کوټ ولسوالیو کې د شاهین صفر ۹ په نامه ځانګړي عملیات د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېدل، چې په وینا یې هدف یې ''اسلامي دولت'' ډلې ته ماتې ورکول وو

د ننګر هار دوالي ویاند احمد ضیاء عبدالزی وايي هم پر افغان ځواکونو په لومړي وار د ''اسلامي دولت'' ‎د بریدونو پخلی کوي:

''دا لومړی ځل دی، چې دوی برید کړی، خو په شا وتمبول شول. پر دوی هوايي برید هم شوی، او په دې نه دي توانېدلي چې زموږ پوستې ونیسي.''

ورته مطالب