غني: سیمه کې د ''اسلامي دولت'' ملاتړي اوس پښېمانه شوي

Image caption د ولسمشر غني په وینا له دې هیسته به د بدلون په هیله هڅې ګړندۍ کېږي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، هغو کسانو چې په سیمه کې د ''اسلامي دولت'' له ډلې څخه ملاتړ کاوه اوس پېښمانه شوي دي.

ښاغلي غني له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې وويل، دا چې چا؟ او کله له ''اسلامي دولت'' ډلې سره مرسته وکړه او کله پیښمانه شول؟ د دوی په ګوته کول د تاریخپوهانو کار دی.

افغان ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې ''اسلامي دولت'' ډلې د افغانستان په شمال او ختیځ کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونه کړي.

اقتصاد، ترهګري او امنیت، لوی سرخوږي دی، چې افغان ولسمشر ورسره هره ورځ مخامخ وي.

ولسمشر غني په داسې وخت کې خبرې وکړې، چې داعیش په ننګرهار او کندز کې بریدونه کړي، افغان ولسمشر وویل، دوی داعش له پيله جدي ګواښ باله:

"د دوی مخنیوی زموږ دنده ده دا مو له پيله تشخیص کړې وه او په هغه وخت کې مو کله چې په دې باب خبرې کولې خلکو فکر کاوه، چې موږ دا خبرې د نړۍ د پام را اړولو لپاره کوو".

خو دا چې د داعش ملاتړ څوک کوي؟ په دې اړه ښاغلی غني وايي:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"دا چې سیمه کې چا کوم وخت له دوی سره مرسته وکړه او څه وخت پښېمانه شول هغه تاریخپوهان باید معلوم کړي".

د پخواني واکمن حامد کرزي غوندې ولسمشر غني هم د ترهګرۍ په برخه کې د پاکستان د دریځ روښانتیا اصلي خبره وبلله:

"اصلي خبره دا ده، چې پاکستان باید د ترور پر وړاندې او دا چې ترور د چا لخوا ترسره کېږي یو دریځ ولري دا نه شي کیدای، چې خپل منځ کې ترور پر وړاندې ټینګ دریځ ونیسي او هغه ترهګر چې د افغانستان د بربادي لپاره کار کوي د هغو پر وړاندې بل دریځ ولري".

افغان مشر د اقتصاد د خرابوالي په برخه کې وايي، اوس شاوخوا نیم میلیون قراردادیان او بهرني پوځیان افغانستان کې نشته چې له اقتصاد سره یې مرسته کوله.

ښاغلي غني وايي:

"اوس هغه پخوا دور نه شته چې پېسې بې له شرایطو راشي خو زموږ نوښت دا ده چې موږ خپله ځان باندې شرایط وضع کوو او په دې اساس هغه شفافیت او موثریت چې اړین دی هغه به رامنځ ته کړو".

Image caption ښاغلي غني له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې وويل، دا چې چا؟ او کله له ''اسلامي دولت'' ډلې سره مرسته وکړه او کله پیښمانه شول؟ د دوی په ګوته کول د تاریخپوهانو کار دی

کابل کې ځینې له ډاکټر عبدالله سره د ګډ حکومت جوړېدل د لانجې یوه برخه بولي، خو ولسمشر غني یې نه مني او وايي:

"میم زر ما ټول زما دا زموږ فلسفه نه ده، اسلامي نړۍ کې موږ ډېر لوی صفتونه لرو خو قدرت ویش او قدرت باندې اجماع یو زموږ له ښه صفاتو څخه له تاریخي نظره دی. ټاکنې وشولې خو ټاکنې په یوه مملکت کې چې ۴۰ کاله له بحران نه وتلی او لا هغې ودې ته نه دی رسیېدلی چې ټول ځان سهیم وبولي او له قدرت نه ونه ډار شي هغه فضا نه ده جوړه شوې".

کال واوښت، دا د ستونزو د څرګندولو او شنننې وخت و، د ولسمشر غني په وینا له دې هیسته به د بدلون په هیله هڅې ګړندۍ کېږي.

ورته مطالب