عبدالله: پاکستان دې د ترهګرۍ په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي

Image caption کندوز کې روانې جګړې ته په پام سره، نوموړی له ټاکل شوي وخت وړاندې افغانستان ته ستنېږي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي پاکستان باید پر خپله خاوره د اورپکو پر ضد د ګامونو پورته کولو ژمنې پوره کړي.

نوموړي وویل، له پولې اخوا اورپکي پر افغانستان بریدونه کوي او له بې وزلۍ سره مخامخ هېواد کمزوری کوي.

ښاغلي عبدالله د کندوز پر ښار د طالبانو له برید څو ساعته وروسته د دوشنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۸مه) عمومي غونډې ته وینا کوله.

د افغانستان اجرایوي مشر عمومي غونډې ته په خبرو کې وویل، پر کندوز برید کې لوی شمېر بهرنیو اورپکو هم ګډون درلود.

کندوز کې روانې جګړې ته په پام سره، نوموړي ویلي چې نیویارک ته خپل سفر را لنډوي او له ټاکل شوي وخت وړاندې افغانستان ته ستنېږي.

ده وویل، ځینې بریدونه له پولې اخوا سمبالېږي او "موږ له پاکستان غواړو، مشرانو چې یې څو میاشتې مخکې کومې ژمنې له موږ سره وکړې، هغه دې پوره کړي."

د افغانستان اجرایوي مشر د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې ته په اشارې وویل، "که له بهره یې ملاتړ نه کېدای نو تر اوسه به دا محدوده چېرکي جګړه پای ته رسېدلې او د تاریخ برخه شوې وای."

نوموړي هیله څرګنده کړه چې اورپکي به بالاخره له ماتې سره مخامخه شي او "د دوی هڅې موږ نه شي ماتولی‎."

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، پاکستان کې د اورپکو پټنځایونه شتون لري او هلته د دوی ملاتړ په کور دننه افغانستان کې حالت په پرله پسې ډول خرابوي. په دې کې د حقاني شبکه یوه مهمه جرمي ډله ده او "د دغې ډلې له منځه وړل مهم دي، لکه څنګه چې یې موږ غوښتنه کړې."

ده وویل، نړیوال باید اوسنی جدي حالت درک کړي او "له موږ سره همکاري وکړي چې له طالبانو سره د خبرو اترو او سولې لپاره د باور فضا رامنځته شي."

ورته مطالب