ولسمشر غني: مخالفان کندوز کې ملکي خلک د ډال په توګه کاروي

Image caption ولسمشر غني وویل، خلک باید پر امنیتي ځواکونو باور ولري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن کابل کې په یوه خبرې غونډه کې ټینګار وکړ، چې کندوز کې حکومت پر حالت حاکم دی.

د نوموړي په وینا خلک باید پر امنیتي ځواکونو باور ولري، چې په همغږي پر مخ درومي.

هغه له افغانانو وغوښتل، چې کومه ویره و نه کړي.

افغان ولسمشر وايي وسله وال له ملکي ښاریانو د ډال په توګه کار اخلي او وايي حکومتي ځواکونه نه شي کولای پر ملکي خلکو هوايي بمباري وکړي.

د ښاغلي غني په وینا د پوځ او پولیسو یو شمېر مرستندوی ځواک کندوز ته رسیدلی او یو شمېر نور یې سیمې ته د رسیدو په حال کې دي.

د ناټو هوايي بمباري

له دې مخکې د شمالي اتلانتیک سازمان - ناټو ـ ویلي و کندوز کې یې د وسله والو طالبانو پر مورچلونو هوايي بمباري پیل کړې ده.

رویټرز خبري اژانس د دغه سازمان د ویندوی براین ټریبوس له قوله لیکلي، چې د ناټو په مشرۍ اییتلافي ځواکونو نن ( سه شنبه ) ګهیځ له ځايي وخت سره سم نژدې نهه بجي دغه هوايي بریدونه پیل کړي دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د ناټو څومره ځواک دغو بریدونو کې برخه لري.

له دې مخکې افغان امنیتي چارواکو ویلي و، چې له وسله والو طالبانو یې د کندوز مرکز بېرته نیولو لپاره عملیات پيل کړي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې وسله وال طالبان د ښار له یو شمېر برخو په شا تمبول شوي دي.

بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د کندوز مرکزي زندان او د امنیې قومنداني ودانۍ بېرته د افغان ځواکونو کنترول کې اخیستل شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption افغانستان دفاع وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د کندوز مرکزي زندان او د امنیې قومنداني ودانۍ بېرته د افغان ځواکونو کنترول کې اخیستل شوي دي.

د کندوز پولیسو ویاند سرور حسیني بي بي سي ته ویلي، چې د مرستندوی ځواک له رسیدو وروسته د ښار له سویلي، سویل لویدیځ او سویل ختیځ لوريو عملیات پیل شوي دي.

د ښاغلي حسیني په وینا طالبانو ښار ته له ننوتو وروسته د ملګرو ملتونو ( یوناما ) د امنیې قومندانۍ یوه برخه، د محکمې ریاست، د برېښنا ادارې ودانۍ او یو شمېر امنیتي پوستو ته اور ورته کړی دی.

له دې مخکې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو، چې ګواکې طالبانو د ( روشني ) نومي خصوصي رادیو ټلویزیون ودانۍ ته هم اور ورته کړی دی.

له دې مخکې افغان چارواکو ویلي و، چې کندوز ولایت ته مرستندویه ځواکونه لېږل شوي دي.

پرون ګهیځ وختي وسله والو طالبانو له څو لوریو پر کندوز ښار برید وکړ او له څو ساعتونو جګړې وروسته وتوانیدل د دغه ولایت مرکز ونیسي.

د انځور حقوق
Image caption د کندوز پولیسو ویاند سرور حسیني بي بي سي ته ویلي، چې د مرستندوی ځواک له رسیدو وروسته د ښار له سویلي، سویل لویدیځ او سویل ختیځ لوريو عملیات پیل شوي دي

په هغو تصویرونو او ویډیويي کلیپونو کې، چې ټولیزو رسنیو کې خپاره شوي دی وسله وال طالبان د کندوز ښار په منځ کې لیدل کېږي.

کندوز کې کې د بي بي سي خبریال احمد یما وايي تېره شپه په ظاهره کراره تېره شوه، چې وايي د لنډ مهال لپاره په بالاحصار سیمه کې نښته شوې، چې وروسته هغه هم پای ته ورسیده.

د ځاني تلفاتو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي. د بې پولې ډاکټرانو لخوا یوه خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي دي، چې ۷۲ ټپیان او مړي دوی ته وروړل شوي دي.

د دې تر څنګ یو شمېر ټپیان د ښار شخصي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي یو شمېر کسان پر کورونو د درنو وسلو مرمیو لګیدو له کبله ټپیان شوي دي. خو په رسمي توګه لا هم د ټپیانو یا وژل شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.

تېره شپه ناوخته د کندوز والي مرستیال حمدالله دانشي او د پولیسو ویندوی سید سرور حسیني بي بي سي ته وویل، چې مرستندوی ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي او وايي ډېر ژر به د ولایت مرکز بېرته نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي.

د کندوز پولیسو ویندوی دا هم وايي، چې د بالاحصار، باغ شرکت، دشت ابدان، سردوره ښارګوټی او هوايي ډګر په څېر مهم ستراتیژیک ځایونه لا هم د دولتي ځواکونو په لاس کې دي.

سوځول شوې ودانۍ

د بي بي سي خبریال وايي، د ولایت مقام، امنیې قومندانۍ، محکمې ریاست، څارنوالي، یوناما دفتر او د برېښنا ریاست یو شمېر خونو نه، چې اور ورته کړل شوی و تر ناوخته پورې لا هم لوګي پورته کېدل.

د انځور حقوق
Image caption پرون ګهیځ وختي وسله والو طالبانو له څو لوریو پر کندوز ښار برید وکړ او له څو ساعتونو جګړې وروسته وتوانیدل د دغه ولایت مرکز ونیسي

کندوز ښار کې نن ګهیځ ډېر لږ خلک د تګ راتګ په حال کې لیدل شوي دي. زموږ خیریال وايي نه دی توانیدلی، چې د نورو شخصي بانکونو له مسوولینو سره خبرې وکړي، خو وايي د کابل بانک له مسوولینو سره یې خبرې کړي او هغوی ورته ویلي، چې د بانک خزانه یې په خوندې توګه مزارشریف ته لېږدولې ده او کوم زیان نه دی ورته اوښتی.

دغه راز د هغو ګنګوسو په اړه، چې ویل کېدل په کندوز ښار کې یو شمېر دکانونه او مارکیټونه لوټ شوي دي، زموږ خبریال وايي داسې کوم شواهد یې نه دي تر سترګو شوي او نه هم سوداګرو یا هټیوالو داسې کوم شکایت کړی دی.

تخار کې بریدونه

بل لور ته تازه رپوټونو کې ویل شوي دي، چې د کندوز مرکز له نیولو وروسته د تخار ولایت په ځینو برخو کې هم وسله والو طالبانو بریدونه پیل کړي دي.

ځايي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې هم بریدونه کړي دي.

د ینګي قلعه ولسوال عبدالمناف فیضي په وینا د دغې ولسوالۍ امنیې قومندانۍ ودانۍ وسله والو محاصره کړې ده.