' نویو اورپکو ډلو افغان امنیتي ځواکونه له ننګونو سره مخامخ کړي '

د انځور حقوق EPA
Image caption دښمن د طالب، داعش او نورو نومونو څخه په ګټه اخیستنه غواړي د افغانانو ارامه ژوند ناارامه کړي، خو افغان امنیتي ځواکونه یې هم پر وړاندې مبارزه کوي میرویس تره کی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اسلامي دولت نومي ډلې ته په اشارې سره وایي، د نویو اورپکو ډلو را پیدا کېدو افغان امنیتي ځواکونه له سختو ننګونو سره مخامخ کړي دي.

د سږکال له پیله راهیسې، له ترهګرۍ سره په جګړه کې زرګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو افغان حکومت وايي، په دغه جګړه کې ډېرې لاسته راوړنې هم لري.

افغانستان کې د داعش نومې او نورو اورپکو ډلو را څرګندېدا، د افغان ځواکونو پر وړاندې نوې او له کړاوه ډکې ننګونې بللې کېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، دغو نویو ډلو سږنۍ جګړه پېچلې کړې:

' سږ کال د تېر پرتله زموږ فعالیتونه ۵۰ سلنه ډېر وو. د وسله والو مخالفانو دسیسې او لوی هدفونه مو له ناکامۍ سره مخامخ کړي دي، خو په ورته وخت کې له یو لړ ننګونو سره هم مخامخ وو.'

پخوانۍ او اوسنۍ ننګونې

ښاغلی صدیقي وايي، پخوا یوازې له وسله والو طالبانو سره جګړه ور له غاړې وه، خو اوس وايي د دولت نورې مخالفې وسله والې ډلې یې هم پر وړاندې ننګونې دي:

'پخوا یوازې له طالبانو، حقاني او القاعدې سره مخامخ وو، خو سږ کال د داعش، منځنۍ اسیا، پاکستاني او نورو ترهګرو ډلو له جنګیالیو سره جګړه نوې ننګونه وه او ده.'

د انځور حقوق
Image caption سږ کال د تېر پرتله زموږ فعالیتونه ۵۰ سلنه ډېر وو. د وسله والو مخالفانو دسیسې او لوی هدفونه مو له ناکامۍ سره مخامخ کړي دي، خو په ورته وخت کې له یو لړ ننګونو سره هم مخامخ وو صدیق صدیقي

پلازمېنه کابل د هم د وسله والو ډلو له شتوالي تشه نه ده.

ننګونې سختې دي، وسله وال مخالفان هم کمین کې دي، داسې مخالفان، چې نه یې کومه پوسته معلومه ده او نه هم کوم ځانګړی یونیفورم لري، خو هر مهال او هر ځای کې ښايي له حکومتي ځواکونو سره مخامخ شي.

کابل کې د افغان پولیسو د پلټنې یوه ډله د اورپکو ډلو لټون کوي او د ښار په بېلابېلو ځایونو کې امنیتي پلټنې کوي.

د پولیسو د چټک غبرګون قوماندان میرویس تره کی وايي، افغان ځواکونه د سیمې په استخباراتي جګړه کې ښکېل دي:

' په افغانستان کې اوسمهال استخباراتي جګړه روانه ده. دښمن د طالب، داعش او نورو نومونو څخه په ګټه اخیستنه غواړي د افغانانو ارامه ژوند ناارامه کړي، خو افغان امنیتي ځواکونه یې هم پر وړاندې مبارزه کوي.'

سږنې کال د افغانانو لپاره له امنیتي ننګونو ډک و. د کابل په شاه شهید سیمه کې د هغې چاودنې ویجاړۍ لا هم پر خپل حال دي چې له امله یې ۴۰ کسان مړه او تر ۳۰۰ زیات ټپیان شول.

د انځور حقوق
Image caption صدیق صدیقي وايي، پخوا یوازې له وسله والو طالبانو سره جګړه ور له غاړې وه، خو اوس وايي د دولت نورې مخالفې وسله والې ډلې یې هم پر وړاندې ننګونې دي

په کابل کې د ملي شورا پر ودانۍ ډله ییز برید د شاه شهید د پېښې ویجاړۍ او نور بیانوي چې د پلازمېنې امنیتي وضعیت د ډاډ نه دی.

د سږ جګړه د تېر پرتله سخته او خونړۍ ده.

په تېرو شپږو میاشتو کې له ۱۶۰۰ ډېر افغان پولیس وژل شوي او تر درې زره ډېر ټپیان دي.

یانې هره ورځ نهه کسه افغان پولیس وژل شوي او دوه دومره نور ټپیان شوي دي.

د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل په افغانستان کې د ناامنیو زیاتوالي د لاملونو په اړه وايي:

' د ملي وحدت حکومت چې منځته راغی، د امنیت ټینګښت یې باید لومړیتوب وای، خو متاسفانه دوی دا کار ونه کړ او له لومړۍ ورځې دوی پخپل منځ کې د امتیازونو په وېشلو کې خپلمنځي مبارزې پیل کړې، چې د دولت وسله والو مخالفانو له دې فرصته ګټه واخیسته، خپل ځانونه یې سره راټول کړل او خپل جګړه ییز تاکتیک یې هم بدل کړ.'

په ټوله کې افغان ځواکونو ته سخت مسوولیتونه ور له غاړې دي.

دوی له میاشتو راهیسې په یوازې ځان له هغه دښمن سره جګړه کوي چې څو کلونه پر وسایلو سمبالو نړیوالو ځواکونو سره هم وجنګېدل.