داعش وسله والو ننګرهار کې پر امنیتي پوستو برید کړی

د انځور حقوق
Image caption افغان چارواکي وايي، دویم ځل دی، چې داعش وسله وال له افغان امنیتي ځواکونو سره نښته کې مخامخ کېږي

په ننګرهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي د اسلامي دولت نومي ډلې ( داعش ) وسله والو نن ګهیځ ( سه شنبه سپتامبر ۲۹ ) د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو سمیه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د اچین ولسوال حاجي غالب وايي برید نن سهار وختي پیل شو، چې وايي اوس د دواړو لوریو تر منځ جګړه یو څه سړه شوې، خو په وینا یې داعش وسله والو ته په دغه نښته کې درانه تلفات اوښتي دي.

د نوموړي په خبره دغه برید کې د داعش ډلې تر ۵۰۰ پورې وسله والو ګډون کړی.

افغان چارواکي په دغه نښته کې د داعش وژل شویو وسله والو شمېر ۱۸ کسان بولي، خو بل لور ته داعش وسله والو هم افغان امنیتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې.

د سیمې اوسیدونکي وايي امبولانسونه یې لیدلي، چې د اچین ولسوالۍ روغتون ته یې ټپیان لېږدول.

افغان چارواکي وايي، چې دا دویم ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونه له داعش وسله والو سره په نښته کې ښکېل شوي دي.

له دې څو ورځې مخکې د افغانستان ملي امنیت ادارې ویلي و، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې او دغه راز د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د داعش ډلې لږ تر لږه ۸۵ کسان وژل شوي دي.

د دغې ادارې پر رسمي فېسبوکپاڼه ویل شوي و، چې د تلي میاشتې په پنځمه نېټه د یادې ډلې وسله والو اچین ولسوالۍ کې د سرحدي او محلي پولیسو پر پوستو د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي وو.