د افغان کابینې د اونیزې غونډې اوسنی میز

د انځور حقوق AFP

د کابینې میز هاغسې نه دی لکه پخوا چې د سر څوکۍ ته یې تر نورو مشر کیناسته، ولسمشر اوس ورسره د حکومت یوشریکوال خوا په خوا ځای لري، اجرائیه رییس په دغه حکومت کې د واک وېش د دغه میز له څرنګوالي پیل شو.

څو ورځې یې وخت ونیو چې دواړه خواوې د یوه داسې میز پر جوړولو هوکړې ته ورسیدل چې سر یې نه دی معلوم.

د میز یوې څنډې ته ولسمشر مرستیالان یې او بلې خوا ته اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او مرستیالان یې ځای لري.

دا په افغانستان کې د مخامخ ټاکنود د پایلې نوې نوې بڼه وه خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کړی په منځګړیتوب د رامنځته شوې ټاکنیزې لانجې حل وو چې عبدالله عبدالله یې به اجرائیه ریاست راضي کړ او له اشرف غني سره یې یوې هوکړې ته کیناوه هغه هوکړه چې واک یې د دوو کسانو تر منځ نیم په نیمه ووېشه.

۱۲ وزارتونه عبدالله او ۱۳ غني ته ورسېدل. ۱۸ ولایتونه غني او ۱۶ نور عبدالله ته رسېدلي دي.

خو تر دا مهاله د حکومت له کړنو خلک راضي نه ښکاري. خلک خو لاپرېږده د حکومت چارواکي هم پرې قناعت نه لري.

د انځور حقوق Arg

د اجراییه ریاست مرستیال انجینر محمد خان وايي: ''ملت حق لري، چې اعتماد ورته زیات شي، ځکه چې د ملي یووالي حکومت په جوړېدو سره په هېواد کې ناامنۍ ډېرې شوې دي. د حکومت لاسته راوړنې قانع کوونکې نه دي، موږ د حکومت، کابنیې او ریاستونو په تشکیل کې د وړ او متخصصو کسانو په معرفي کولو کې څومره چې دغه حکومت مخکې تللی وای، له بده مرغه مخکې نه دی تللی.''

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې کارونه ورو ورو پرمخ روان دي او بنسټیز بدلونونه وخت غواړي.

د امینیت ټینګښت او اقتصادي سوکالۍ ته د رسیدو لپاره طرحې لري. خو داسې ښکاري چې دغو ژمنو د خلکو زړونو ته لار ونه مونده.

د ملي یووالي حکومت چې تجربه یې په افغانستان کې نوې وه له نویو ننګونو سره هم مخامخ و، نړۍ لکه تېر کلونه هر کال میلیونونه ډالره مرسته نه کوي او سیاسي جنجالون لاپسې ډېر شوي.

د سیاسي چاروا کارپوه بشیر هاتف په دې اند دی چې ''د ملي یووالي حکومت د دواړو ټیمونو ترمنځ د یووالي یو مجبوریت و، دوی د مجبورۍ له مخې سره راټول شوي او په یوه ایتلاف کې سره راغونډ شوي او حکومت یې جوړ کړی دی. دواړه ټیمونه له یو بل سره په رقابت کې پاتې شوي، چې اوس هم هماغه سیالۍ د حکومت د ننه ورسره وړل شوې دي، نو دا یو داسې ایتلافي حکومت نه دی، چې ټیمونه یو او بل ته لاسونه ورکړي او همکاري وکړي. ''

Image caption ۱۲ وزارتونه عبدالله او ۱۳ غني ته ورسېدل. ۱۸ ولایتونه غني او ۱۶ نور عبدالله ته رسېدلي دي.

د دې حکومت څلور کاله پاتې دي او هغه کار چې سرته رسول یې د اوسني حکوت لپاره ډیر مهم دی د لومړي وزیر پست رامنځته کولو لپاره د قانون تعدیل ته لویې جرګې رابلل دي.

هغه حکومت چې لا د لارې په پيل کې دی او د حکومت د ننه د دواړو شریکو ډلو ترمڼځ کړکېچونه هم کم نه دي.

ورته مطالب