افغان چارواکي وايي له طالبانو یې نورې سیمې بېرته نیولې

د افغانستان حکومتي چارواکي وايي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په کندوز کې د امام صاحب ولسوالۍ او په تخار کې د خواجه غار ولسوالۍ طالبانو سره له تړلو اورپکو بېرته نیولې دي.

کندوز کې د ځايي چارواکو په وینا، وسله وال طالبان د پنجشنبې پر ورځ (اکتوبر لومړۍ) د امام صاحب له ولسوالۍ وایستل شول.

تر دې مخکې د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي بي بي سي ته ویلي وو چې طالب اورپکو د چارشنبې ورځې (سپتمبر ۳۰مه) پای کې دغه ولسوالۍ ونیوله.

د افغانستان د پارلمان غړي عبدالروف ابراهیمي هم د پنجشنبې پر ورځ کابل کې په یوې خبري غونډې کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د امام صاحب ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر حساب لیکلي چې افغان ځواکونو د پنجشنبې پر ورځ طالبان د تخار له خواجه غار ولسوالۍ ایستلي دي.

د تخار والي ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته منلې وه چې د خواجه غار ولسوالۍ ځینې مرکزي برخې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

نوموړي ویلي وو چې طالبانو د سهار په شاوخوا درې نیمو بجو پر دغه ولسوالۍ برید کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال ایوب سالنګي هم پر ټویټر ویلي چې د خواجه غار ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیول شوې ده.

بله خوا، د کورنیو چارو وزارت ویاند د بغلان په تاله او برفک او بورکه ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د پرمختګ خبر ورکوي. طالبانو مخکې ادعا کړې وه چې دغه سیمې یې نیولې دي.

افغان چارواکو د حکومتي ځواکونو د احتمالي مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو د ښاغلي صدیقي په وینا، د پنجشنبې پر ورځ د کندوز، تخار او بغلان ولایتونو په نښتو کې لږترلږه ۲۰۰ طالب اورپکي وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغه خبر په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

ورته مطالب