طالبانو د بدخشان وردوج ولسوالي 'نیولې ده'

د انځور حقوق f
Image caption وردوج ولسوالي د روان کال په اوړي کې هم د درنو جګړو شاهده وه، چې له طالبانو سره په جګړه کې هلته لږترلږه ۱۶ افغان پوځيان ووژل شول.

د بدخشان وردوج ولسوال دولت محمد خاور بي بي سي ته ویلي، حکومتي ځواکونو له طالبانو سره تر څو ساعته نښتې وروسته له دې ولسوالۍ نه شاتګ کړی دی.

وړاندې ددې ولسوالۍ په شاوخوا کې د سختې جګړې خبرونه ورکړل شوي.

ښاغلی خاور وايي په نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې ادعا کړې چې د وردوج په جګړه کې د دوی جنګیالیو لسګونه افغان سرتېري وژلي دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي له ولسمشر محمد اشرف غني سره او نورو افغان امنیتي چارواکو سره ګډې خبري غونډې ته په وردوج کې جګړه تایید کړه خو ویې ویل چې د دې جګړې لپاره یې یولړ اقدامات کړي دي.

وړاندې، په افغانستان کې سیمه ییزو رسنیو ویلي وو، چې د وردوج په شاوخوا کې جګړه سخته شوې ده.

وردوج ولسوالي د روان کال په اوړي کې هم د درنو جګړو شاهده وه، چې له طالبانو سره په جګړه کې هلته لږترلږه ۱۶ افغان پوځيان ووژل شول.

افغان چارواکو هغه مهال وویل، دوه افغان سرتېري تري تم شوي او له ۱۴ نورو سرونه غوڅ شوي دي.

طالبانو په وروستیو کې د افغانستان په شمالي سیمو کې هم مهاله ډله ییز بریدونه او عملیات پیل کړي چې د تېرې دوشنبې په ورځ یې د کندوز ښار ونیو، او تر اوسه ددغه ښار د نیولو په اړه د طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ هلته جګړه روانه ده.

ورته مطالب