افغان امنیتي ځواکونو د بدخشان بهارک ولسوالۍ بېرته نیولې

د انځور حقوق EPA

د بدخشان د پولیسو ویاند ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونو نن سهار (اکتوبر ۳) په دې بریالي شول چې د مرکزي فیض اباد ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته بهارک ولسوالۍ بېرته ونیسي.

په بدخشان کې د بي بي سي خبریال قربان علي همزي ته د پولیسو ویاند لعل محمد احمدزي ویلي، چې دغه عملیات له تېرې شپې راهیسې د ناټو ځواکونو په هوايي ملاتړ د افغان ځواکونو راکټ لرونکو چورلکو سره پیل شول او نن سهار د ۶۰ تنو طالبانو په وژنې سره د امنیتي ځواکونو په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.

نوموړي وویل په دغو عملیاتو کې د طالبانو لخوا د بدخشان لپاره نومول شوی والي امان الدین هم وژل شوی دی.

نوموړی وايي، د طالبانو دغه والي په سیمه کې ډېر نفوذ درلود او د ده وژل کېدل به د افغان ځواکونو له پرمختګ سره مرسته وکړي.

د بدخشان د پولیسو ویاند وايي افغان امنیتي ځواکونه اوس د وردوج ولسوالۍ پر لور روان دي چې د بهارک ولسوالۍپه ۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده او څو ورځې مخکې د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

ورته مطالب