امنیتي چارواکي: د کابل برید د ۴ بریدګرو په وژل کېدو پایته رسېدلی

د انځور حقوق AFP

افغان امنیتي چارواکي وايي، د پلازمېنې لوېدیځ کې د وسله والو طالبانو ډله ییز برید پای ته رسېدلی.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د کابل لوېدیځ کې د طالبانو ډله ییز برید کې څلور ځانمرګي برید کوونکي وژل شوي.

تېره شپه شاوخوا اته بجې د کابل لوېدیځ اومې امنیتي حوزې اړوندې یوې سیمې کې افغان امنیتي ځواکونه له ځانمرګو برید کوونکو سره ونښتل.

دارالامان ته څېرمه دغه برید د سې شنبې ورځې ګهیځ تر شپږو بجو دوام درلود.

کابل ښاریانو کرۍ شپه د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل.

د کابل پولیسو د جنايي څېړنو مشر فریدون عبیدي ځايي رسنیو ته ویلي برید کوونکو په پیل کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د یوه کور په دروازه کې چوولی او بیا کور ته ننوتلي دي.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

ویل کېږي په دې کور کې د سوېلي هلمند ولایت پخوانی والي محمد نعیم بلوڅ اوسېده، خو ویل شوي چې ښاغلی بلوڅ له برید وړاندې له کوره وتلی و. دا کور کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه پروت دی.

ښاغلی عبیدي وايي پولیسو په لومړي ګام کې له دغه کوره ولسي وګړي ایستلي او بیا یې نیمه شپه عملیات پیل کړي دي.

دده په وینا، د امنیتي ځواکونو او برید کوونکو ترمنځ نښتې د ګهیځ تر شپږو بجو روانې وې، چې لږترلږه دده په وینا، درې ځانمرګي برید کوونکي پکې وژل شوي او برید پای ته ورسېد.

ښاغلی عبیدي زیاتوي، په دې پېښه کې نور چا ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

خو په سیمه کې د استوګنې کورونو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د انځور حقوق AFP

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، ددوی اړوندو جنګیالیو د کابل دارالامان سیمې په "علاء الدین څلورلاري" کې پر یوه استخباراتي مرکز پراخ بریدونه پیل کړي.

په سیمه کې د افغانستان د پارلمان، ملي امنیت اړوند او ځینې نورې حکومتي ودانۍ هم پرته ده.