د ارګ ماڼۍ پخلنځي کې د دوو مړو پاتې شوني موندل شوي

د انځور حقوق arg
Image caption د ارګ ویناپاڼه کاږي، که چېرې ددغو مړو وارثین پیدا نه شول، پاتې شوني به یې د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو په رڼا کې د حکومت له لوري خاورو ته سپارل کېږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ارګ دویم نمبر ماڼۍ د پخلنځي جوړونې د کار په جریان کې د دوو کسانو مړي موندل شوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د تلې پر ۱۴مه/اکتوبر شپږمه رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دا مړي هغه مهال وموندل شول، چې د ارګ د دویم نمبر ماڼۍ د پخلنځي جوړولو ودانیز کار روان و.

د مړو دغه پاتې شوني نژدې دوه نیم متره ښکته په ځمکه کې موندل شوي.

سرچینه وايي، ددغو وژل شویو کسانو د سر کوپړۍ او د بدن هډوکي په دې ځای کې موندل شوي، چې اوس عدلي طب ته استول شوي.

د ارګ ویناپاڼه کاږي، ولسمشر د دغو کسانو د پېژندګلوۍ او درناوي لپاره یو څېړنیز کمیسیون ګومارلی دی.

په کمیسیون کې د عدلي طب ریاست، د بشري حقونو لپاره د ډاکټرانو د بنسټ، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او د کورنیو چارو وزارت استازي شامل دي.

دغه کمیسیون ته دنده سپارل شوې، چې ددغو کسانو پېژندګلوي وکړي او د روښانه کېدو په صورت کې یې د هغوی کورنیو ته وسپاري.

ویناپاڼه کاږي، که چېرې ددغو مړو وارثین پیدا نه شول، پاتې شوني به یې د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو په رڼا کې د حکومت له لوري خاورو ته سپارل کېږي.

د انځور حقوق
Image caption په ۱۳۸۷ کال، د کابل ښار په ختیځو څنډو کې د سردار محمد داود خان د کورنۍ د غړو ډله ییز قبر وموندل شو.

افغانستان په وروستیو څلورو لسیزو کې د خونړیو کورنیو جګړو شاهد و، چې د جګړو د اور لمبې د ولسمشرۍ تر ماڼۍ (ارګ) پورې هم ورسېدې.

د افغانستان لومړنی ولسمشر محمد داود خان په ۱۳۵۷ کال د خپلې کورنۍ له غړو سره په ارګ کې د کودتا په ترڅ کې ووژل شو.

په ۱۳۸۷ کال، د کابل ښار په ختیځو څنډو کې د سردار محمد داود خان د کورنۍ د غړو ډله ییز قبر وموندل شو.

تر اوسه د تېرو جګړو ځینې ډله ییز قبرونه موندل شوي، خو تر اوسه د افغانستان په جګړو کې د وژل شویو کسانو دقیق شمېر نه شته، خو ګڼې کورنۍ وايي ګڼ دوستان یې په دغو جګړو کې په ژوند تري تم شوي چې تر نن پورې هېڅ څرک ونه لګېد.