بې پولې ډاکټران: د کندوز برید کې لاهم ۳۳ کسان تري تم دي

ګیلهم مولیني د انځور حقوق AFP
Image caption د فرانسې خبري آژانس د بې پولې ډاکټرانو سازمان یوه چارواکي ګیلهم مولیني له قوله ویلي ''امکان لري چې مړي لاهم د روغتون تر کنډوالې لاندې وي، خو د ناامنۍ له کبله ممکنه نه ده چې دا دې تایید شي.''

بې پولې ډاکټران وايي په کندوز کې د دغه سازمان پر يوه روغتون د امريکا له هوايي بريد پنځه ورځې تېرېږي، خو لا هم ۳۳ کسان لادرکه دي.

په بريد کې د بې پولې ډاکټرانو ۱۲ کارکوونکي او د ۱۰ ناروغانو وژل کېدل تاييد شوي دي.

سازمان د هغو نهو ناروغانو او ۲۴ کارکوونکو په لټه کې دی چې تري تم دي.

د فرانسې خبري آژانس د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو سازمان یوه چارواکي ګیلهم مولیني له قوله ویلي ''امکان لري چې مړي لاهم د روغتون تر کنډوالې لاندې وي، خو د ناامنۍ له کبله ممکنه نه ده چې دا دې تایید شي.''

د اوباما بښنه

تېره ورځ (پنجشنبې) د بې پولو ډاکټرانو ټولنې ویلي وو، ‎ په کندوز کې د دوی پر روغتون د هوايي برید له امله یې د بارک اوباما بښنه غوښتل منلي، خو په کندوز کې یې پر روغتون د هوايي برید په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کوي.

له دې سره چې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما شخصاً په دې اړه بښنه غوښتې ده، د بې پولې ډاکترانو نړیوالې خیریه ادارې بیا په افغانستان کې د خپل روغتون د بمبارۍ په اړه د ناپیلې څېړنې غوښتنه کړې.

د بې پولې ډاکترانو اداره وایي، په کندوز کې د دوی د روغتون د بمبارۍ پلټنه باید د جینیوا د کنوانسیون لاندې د حقیقت موندنې نړیوال کمیسیون ترسره کړي.

د انځور حقوق AP
Image caption سازمان د هغو نهو ناروغانو او ۲۴ کارکوونکو په لټه کې دی چې تري تم دي.

په همدې مهال د بې پولې ډاکټرانو د نړیوالې ټولنې مشرې جوان لیو په جینوا کې یوې خبرې ناستې ته وینا کې ټینګار کړی، چې د دغې پېښې پلټنه دې د یوې بې پرې ادارې له لوري تر سره شي.

هغې وړاندیز وکړ، چې ۱۹۹۱ کال کې د جینیوا کنوانسیون په ترڅ کې رامنځته شوی په بشري چارو کې د حقیقت موندنې نړیوال کمېسیون دې دغه چاره تر سره کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د بې پولې ډاکټرانو د نړیوالې ټولنې مشرې جواان لیو په جینوا کې یوې خبرې ناستې ته وینا کې ټینګار کړی، چې د دغې پېښې پلټنه دې د یوې بې پرې ادارې له لوري تر سره شي.

ورته مطالب