' ۷۲ سلنه مېرمنې خواشینۍ او ۶۰ سلنه نارینه په خفګان اخته دي '

Image caption د افغانستان ګاونډیو هېوادونو پرتله دغه هېواد کې د ذهني ناروغانو شمېر لږ دی فیروزالدین فیروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د ذهني ناروغیو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغان مېرمنې خواشینې دي او افغان نارینه له خفګان ( سټریس ) سره مخامخ دي.

د ښاغلي فیروزالدین په خبره ۷۲ سلنه افغان مېرمنې خواشینۍ سره مخامخ دي او وايي ۶۰ سلنه افغان نارینه بیا له سټریس سره لاس او ګریوان دي.

نوموړي کابل کې د ذهني ناروغیو نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې دغو شمېرو ته په اشارې سره ادعا وکړه، چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو پرتله دغه هېواد کې د ذهني ناروغانو شمېر لږ دی، چې وايي کچه یې ۳۰ سلنې ته رسیږي.

ښاغلي فیروز، بې وزلي، کډوالي، جګړه او د ژوند امکاناتو نشتوالي په افغانستان کې د ذهني ناروغیو له لاملونو وبلل.

د افغان وزیر په وینا دیني او مذهبي عقاید د دې لامل شوي، چې افغانانو کې د ذهني ناروغیو کچه ټیټه ده.

هغه د ذهني ناروغیو لپاره د خپل وزارت ځانګړې ستراتیژي ته په اشارې سره وویل، چې دا مهال افغانستان کې د درملنې ۱۵۰۰ مرکزونه د ناروغانو خدمت کوي.

هغه وايي، د مشورې ورکولو ۳۰۰ مرکزونه هم فعال دي، چې وايي په پام کې ده د دغسې مرکزونو شمېر ۵۰۰ ته پورته کړل شي.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر وايي دغه ورځ ( ذهني ناروغانو ته درناوی کوو ) په نوم لمانځله کېږي، چې وايي هدف یې دا دی، چې خلک ذهني ناروغانو درناوی وکړي.