' د کندوز ښار ډېری برخو برېښنا بېرته فعاله شوې ده '

د انځور حقوق afp
Image caption شاوخوا دوه اونۍ وړاندې چې پر کندوز وسله والو طالبانو برید وکړ، پر اوسېدونکو یې برېښنا هم بنده شوه

د کندوز ښار ډېری برخې تر ۱۳ ورځو وروسته بیا په برېښنا روښانه شوې دي. د کندوز د برېښنا ادارې چارواکي وايي، اوسمهال د دغه ښار تر ۵۰ سلنې ډېرې هغه سیمې چې پخوا یې برېښنا درلوده بېرته رڼې شوې دي.

شاوخوا دوې اونۍ وړاندې چې پر کندوز وسله والو طالبانو برید وکړ او ښار یې تر خپلې ولکې لاندې راوست، نو پر اوسېدونکو یې برېښنا هم بنده شوه.

د کندوز د برېښنا رییس انجینر حمیدالله بي بي سي ته وویل، دغه ولایت ته له تاجکستانه د برېښنا غځېدلي مزي ډېر زیانمن شوي وو، خو دوی وتوانېدل، چې ښار ته بېرته برېښنا ورسوي.

بل لور ته امریکا اعلان کړی، چې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې پر روغتون باندې د بمبارۍ د پېښې قربانیانو ته تاوان ورکوي، چې دوی د خواخوږۍ په نوم پیسې بللې دي.

د اکتوبر په درېمه نېټه په دغه برید کې ۲۲ کسان وژل شوي وو، چې ۱۲ تنه پکې د یادې شوې ټولنې کارکوونکي وو.

بې پولې ډاکټرانو د دې پېښې په اړه د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکا اعلان کړی، چې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې پر روغتون باندې د بمبارۍ د پېښې قربانیانو ته تاوان ورکوي، چې دوی د خواخوږۍ په نوم پیسې بللې دي

د دوی په وینا له بریده وروسته دري دېرش تنه بې درکه دي.

دامريکا د دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي چې قربانيانو ته به څومره پيسې ورکول کېږي خو د وزارت وياند وايي چې " اغيزمن شوو سره د خبرو له لارې به د مناسب مالي تاوان اندازه ټاکي".

امريکا دا هم ويلي دي چې تباه شوى روغتون به هم له سره جوړوي

دا بريد د طالبانو لخوا د کندز ښار له نېولو څو ورځو وروسته شوى و. ددې نه وړاندې ولسمشر اوباما ددې بريد له امله بښنه غوښتې وه او منلې يې وه چې دا بريد يوه تېروتنه وه.

د بريد په اړه د امريکا د پوځ، ناټو او افغان حکومت درې بيلابېلې پلټنې روانې دي. ايم ايس ايف دا بريد جنگي جنايت بولي او دنړيوالې پلټنې غوښتنه يې کړې ده.

په روغتون کې ده يوه وژل شوي ډاکټر امين الله سالارزي کورنۍ د مرستو دا وړانديز رد کړى.

ددې نه وړاندې امريکا د کندهار زنگاوک کلي کې د يوه امريکايي پوځي لخوا د شپاړس ملکي وگړو له وژنې وروسته اغيزمن شوو کورنېو سره مالي مرسته کړې وه.

د دوه زره دولسم کال د مارچ د يوولسمې د پېښې قربانيانو . ميرمنې او کوچنيان هم شامل وو .بريد کوونکى يې د دوه زره ديارلسم کال په اگست کې په عمر بند محکوم شو.

په ډيرو دا ډول قضيېوکې دا خبره نه راښکاره کېږي چې اغيزمن شوو کورنېو ته څومره پېسې ورکول کيږي، په افغانستان کې يواځې دوو پېښو په اړه معلومات شته چې هغې کې د قربانيانو کورنېو ته د هر وژل شوي تن په سر دوه زره ډالر او ژوبلو ته پنځه سوه ډالر ورکړ شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption امريکا دا هم ويلي دي چې تباه شوى روغتون به هم له سره جوړوي

لومړنۍ پېښه چې د ننگرهار ولايت جلال اباد تورخم په لاره دوه زره اوم کال رامنځ ته شوې وه يوه ځان مرگي بريد وروسته يوه امريکايي پوځي ډزو کولو سره گڼ ملکي وگړي وژلي وو چې يوه ۱۶ کالنه نجلۍ او يوه ۷۵ کلنه ميرمن هم په کې وو.

بله پېښه د کابل په شمال کې دوه زره نهم کال کې وه چې هلته هم هرې اغيزمنې کورنۍ ته پيسې ورکړ شوې وې.

په تېرو ۱۴ کالو کې ملکيانو ته د امريکا په هوايي بمبار کې دتاوان اوړېدو بله لويه پيښه د دوه زره اتم کال په اگست کې دهرات شينډډن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې وه.

چيرې چې له اته اويا نه دوه نوي پورې ملکي وگړي چې لويه برخه يې کوچنيان وو وژل شوي وو.

امريکايانو په لومړي سر کې ويل د عزيز اباد په کلي کې يې طالبان په نښه کړي دي، خو پېښه کې دملکيانو له وژل کېد ثابتېدو وروسته اغيزمن شووکورنېو ته د افغان حکومت لخوا مالي تاوان ورکړ شو، د عزيز اباد يو اوسېدونکى چې خپلوان يې په دې بريد کې وژل شوي وو وايي، چې دا ډول مرستې کله هم د اغيزمن شوو کورنېو په زخمونو پټۍ نه شي ايښودى.