افغانستان کې زرګونه امریکايي پوځيان پاتې کېږي

د انځور حقوق

د پنجشنبې پر ورځ د اکتوبر په ۱۵مه د امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې تر ۲۰۱۶ کال وروسته د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ.

د پلان له مخې د ۲۰۱۶ وروستیو پورې به نژدې لس زره امریکايي پوځیان پاتې وي او د ۲۰۱۷ کال وروسته به دغه شمېر پنځه زره او پنځه سوه ته را ټېټه شي.

دغه ځواکونه به د کابل، کندهار، جلال آباد او خوست په څلورو پوځي اډو کې مېشت شي.

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو یوازینۍ لاره دا ده چې طالبان له افغان حکومت سره یوه دایمي سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

اوباما وایي ویې نشول کړی هغه ژمنه پر ځای کړي چې د ولسمشرۍ د کمپاین پر مهال یې ویلي و د خپلې ولسمشرۍ پر مهال به له افغانستانه امریکايي ځواکونه وباسي او د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسوي.

ولسمشر اوباما وایي افغان ځواکونه دومره غښتلي نه دي چې د طالبانو د زیاتېدونکو بریدونو مخه ونیسي. واشنګټن وایي له خپلومتحدینو به ملاتړ تر لاسه کړي او دا بهیر همدا اوس پیل شوی دی

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر اوباما وايي د پاکستان له لومړي وزیر به غوښتنه وکړي چې خبرو میز ته د کیناستلو لپاره پر طالبانو فشار راوړي

د دې تر څنګ ولسمشر وویل راتلونکې اوونۍ د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف واشنګټن ته را روان دی، له نوموړي به وغواړي چې پر طالبانو فشار راوړې تر څو د خبرو میز ته کیني.

د امریکا ولسمشر وویل ترهګرو ته به اجازه ورنکړي چې یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د امریکا پر ضد عملیات تر سره کړي او زموږ ملي ګټې وګواښي.

دا مهال افغانستان کې د امریکا ۹۸۰۰ پوځيان مېشت دي چې د امریکا د مخکیني پروګرام پربنسټ په پام کې وه چې دغه ځواکونه د ۲۰۱۶ کال ترپایه له افغانستانه ووځي.

تېره شپه، د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر وویل، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره د امریکا لپاره نوی ګام اخیستل ځکه مهم دي چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېډو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړي:

''موږ نه وځو. نه شو کولی ووځو. که چېرې دا کار وکړو نو تر اوسه به خپلې ټولې لاسته راوړنې په سین لاهو کړو''.

طالبان

پر همدې مهال، د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې د امریکا د دولت د دې پرېکړې په غبرګون کې لیکلي، چې طالبان به له افغانستان نه د وروستي امریکايي پوځي تر وتلو پورې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

په پام کې ده، چې په افغانستان کې د امریکا ۵۵۰۰ پوځيان پاتې شي.

د امریکا پوځ وايي، نور ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو د همکارۍ او د طالبانو د ډېرېدونکو ګواښونو د مخنیوي لپاره اړین دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا له خوا په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، د پوځيانو د پاتې کېدو پالیسي د څو میاشتې مخکینۍ بیا کتنې پر بنسټ بدلېږي، چې په لړ کې یې بارک اوباما د ملي امنیت له خپل ټول ټیم او افغان ملګرو سره سلامشورې وکړې.

د انځور حقوق AP
Image caption په پام کې ده، چې په افغانستان کې د امریکا ۵۵۰۰ پوځيان پاتې شي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي مشر جنرال جان کمبل تېره اونۍ کانګرس ته په وینا کې وویل، تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو اړتیا شته.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو له خوا د شمالي کندوز ښار تر نیول کېدا وروسته وکړې، چې دا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته د دوی لومړۍ پوځي سوبه ګڼل شوې ده.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو جګړه ییز ماموریت د تېر ۲۰۱۴ کال وروستیو کې تر ۱۳ کلنې جګړې وروسته پای ته ورسېد.

له هماغه وخت راهیسې، د امریکايي او ناټو ځواکونو په همکارۍ د هېواد امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

ورته مطالب