افغانستان کې تښتول شوې جرمنۍ مرستندويه خوشې شوې

Image caption دا سږکال دويم ځل و چې د GIZ مرستندويه ټولنې يو کارکوونکی په افغانستان کې تښتول کېږي

د GIZ په نوم مرستندويه اداره وايي د دوی يوه جرمنۍ کارکوونکې چې په اګست مياشت کې تښتول شوې وه، خوشې شوې ده.

دغه اداره چې د خوشې شوې مرستندويې کارکوونکې نوم يې نه دی اخيستی وايي، روغتيا يې ښه ده.

ادارې د خوشې شوې جرمنۍ له قوله ويلي چې په خوشي کېدو سره خورا هوسا او خوښه ده.

د تښتونې دا پېښه مرکز کابل سره نژدې هغه ځای کې شوې، چې يو شمېر بهرنۍ مرستندويه ادارې په کې مېشتې دي.

د مرستندويه جرمنۍ د خوشې کېدو څرنګوالي په اړه نور جزييات نه دي ډاګيزه شوي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک شټاين ماير چې اوس د تهران پر سفر دی ويلي ''د دغه خبر په اورېدو ډېر خوښ شوم.''

ښاغلي شټاين ماير له افغان حکومت او د دغه هېواد له امنيتي ځواکونو مننه کړې، چې د دوی کارکوونکې يې ژوندۍ ژغورلې ده.

دا سږکال دويم ځل و چې د GIZ مرستندويه ټولنې يو کارکوونکی په افغانستان کې تښتول کېږي.

د دغې ادارې يو بل کارکوونکی د افغانستان په شمال ختيځ کندوز ولایت کې وتښتول شو چې له ۴۰ ورځې توقيف وروسته د پوليسو په عملياتو کې وژغورل شو.

د همدې کال په اپرېل مياشت کې د ماشومانو د خونديتوب ادارې (Save the Children) پنځه کارکوونکي په اروزګان ولایت کې وتښتول شول.

د دغو پنځو کسانو جسدونه له څو ورځو وروسته د سړک تر غاړې وموندل شول.

ورته مطالب